questions

لیکوال:محمداکبر حقمل

که چېرې غواړی تر ټولو لوړو شونو وړتیاوو او ارزښتونو ته مو ورسېږئ یواځې د خپل ځان پر وړاندې ریښتیني واوسی، خپل ځان ته په حقیقي سترګه وګورئ او د واقعیت له اصل څخه ګټه واخلئ تر څو په ریښتیني ډول مو خپلې وړتیاوې وپېژنی، له خپلو وړتیاوو سره سمه موخه وټاکئ او خپلې موخې او بریا ته ځان ورسوئ. واقعیت یا حقیقت هغه اصل دی، چې موږ ته فرېب او دوکه نه راکوي موږ په حقیقت خبروي. د ټولو بریالیو کسانو راز په دې کې دی، چې لومړی ځان په خپل حقیقت خبروي، خپلې ټولې وړتیاوې پېژني، له ټولو حقیقتونو او وړتیاوو سره سمه پرېکړه کوي او ورسره سمه موخه ټاکي ورسته له هغې د حقیقتونو او وړتیاوو سره په سمه کچه کار پیلوي او په پای کې خپل ځان بریا ته رسوي. هغه کسان کوم، چې له خپلو وړتیاوو لوړ کارونه ترسره کوي بریا ته نه شي رسېدلای. د نابریالیو کسانو د نه بریالیتوب راز په دې کې دی، چې دوی له خپلو وړتیاوو سره سمه موخه نه ټاکي له وړتیاوو لوړه موخه ټاکي کله، چې په ترسره کولو او بریالي کېدلو کې یې پاتې راشي نو بیا د بل کار د ترسره کولو هڅې کوي او کله، چې په بل کې هم بریا ته ونشي رسېدلای بیا له سره بله موخه ټاکي همدا ډول پرلپسې څو ځله موخه له سره ټاکي او له سره کار پیلوي خو پکې بریالي کېدای نه شي ځکه، چې له خپلو وړتیاوو سره سمې موخې نه ټاکي او له پرلپسې ماتې خوړلو څخه وروسته بې موخې او بې کاره ګرځي او په پای کې د لویو اندېښنو او بدو ګړنو ښکار شي. «آبراهام ماسلو» وایي؛ تر ټولو لومړی او حقیقي اصل خپل ځان ته په حقیقي، واقعي او له خپلو وړتیاوو سره سم کتل دي. «جک ولج» هغه کس، چې په کلونو د لوړو مدیرانو الکتریک جنرال وو وایي؛ د مشرۍ او مدیریت تر ټولو غوره اصل د واقعیت یا حقیقت اصل دی. وایي، چې له دې اصل منظور دا دی، چې نړۍ لکه څه ډول، چې ده همغسې وګورئ نه هغه ډول کوم ډول مو، چې زړه غواړي. «پیتر دراکر» دا اصل د عقلي صداقت په نوم یادوي او وایي، چي د همدې اصل پر بنسټ  باید د ستونزو له حل څخه وړاندې او یا د هرې پرېکړې له نیولو څخه وړاندې باید واقعیت ومنو او هر ډول، چې شتون لري همغه ډول یې باید په نظر کې ونیسو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *