تاند – ولسمشرغني تېره شپه یوولس بجې د کابل ښار له ۹مې امنیتي حوزې څخه د لیدنې پر وخت د یو شمېر مسؤلینو دندې وځنډولې.
د تاند ارشیف
تاند – ولسمشرغني تېره شپه یوولس بجې د کابل ښار له ۹مې امنیتي حوزې څخه د لیدنې پر وخت د یو شمېر مسؤلینو دندې وځنډولې.
ویل کیږي چې د حوزې یو شمېر مسؤلان د یوه واده په مراسمو کې د ګډون لپاره په ډله ییز ډول تللي ول چې ارګ پرې خبر شو.
د ارګ د خبرپاڼې په اساس، ولسمشر هغو منسوبینو ته چې وروسته دندې ته حاضر شول وویل، خلکو ته د خدمت کولوطریقه دا نه ده، ځکه هره ورځ د انسان تښتولو او غلا څو جنايي پېښې کېږي او دا په دنده کې ستاسو د ناغېړي له امله ده.
خبرپاڼه وایي چې ولسمشر ټینګار وکړ چې پولیس باید د خلکو خدمتګار او ویښ وي، چې خلک د شپې ارام ویده شي.
ویل کیږي چې ښاغلي غني د ۹مې حوزې د امر او د دې حوزې د ټولو هغو مسؤلینو دندې وځنډولې چې حضور یې نه درلود او د دندې په ترسره کولو کې یې تنبلي کړې وه. هغه د کورنیو چارو وزارت مسؤلانو ته لارښوونه وکړه چې موضوع ژر تر ژره وڅېړي او خپل راپور د وروستیو اقداماتو لپاره د ولسمشر ادارې ته وسپاري.