تاند- د امریکا د ټکساس ایالت د هوسټن ښار د سوداګرۍ په یوه مرکز کې د ډزو په پایله کې ۹ تنه ژوبل شوي چې د هغو په منځ کې یو تن مرګي حاله ښودل کېږي.

حمله کوونکی د پولیسو له لوري ویشتل شوی دی.  خو پولیس باور لري چې ممکن نور کسان هم په دې برید کې له حمله کوونکي سره لاس ولري.

دا په وروستیو کې څلورمه ورته حمله ده چې په امریکا کې کېږي.

پولیس وايي چې د حمله کوونکي موټر یې تلاشي کړی او یو شمېر وسلې یې پکې موندلي دي.

پولیسو همداراز ویلي چې د دې حملې د انګېزې په اړه څېړنې کوي.

دوی تراوسه په دې نه پوهېږي چې دا برید تروریستي انګېزه لري او که حمله کوونکی رواني ناروغ و.

تراوسه پوري د حمله کوونکي د هویت، او توکم په اړه څه نه دي ویل شوي.

تر دې ۳ ورځې وړاندې د امریکا په لوېدیځ کې د واشنګټن ایالت په یوه لوی پلورنځي کې په ورته ډول په ډزو کې ۵ تنه ووژل شول.

پولیسو د واشنګټن ایالت د پېښې په تړاو یو شل کلن ځوان، چې په ترکیه کې زېږېدلی او د امریکا ګرین کارت لري، نیولی دی.

د واشنګټن ایالت تر پېښې مخکې یوه بل شل کلن ځوان د میني سوټا ایالت په یوه سوداګري مرکز کې د چاقو په وسیله پر خلکو برید وکړ خو د پولیسو له لوري ووژل شو.

او تر هغه مخکې د سپټمبر په نولسمه په نیویارک او نیوجرسي کې د چاودنو په نتیجه کې، چې یو افغان الاصل (احمدخان رهامي) یې په تور ونیول شو، ۲۹ تنه ژوبل شول.

رهامي په ټپي حالت کې ونیول شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *