خبریال: عبدالله مایار (دوبۍ) افغان او پاکستاني خبریالان په رسنیو کې د کرکجنو معلوماتو د خپریدو د مخنیوي په موخه په ګډه بر کار کولو خبرې وکړې.
د ایکول اکسس په نوم بنسټ په متحده عربي اماراتو کې د افغان او پاکستاني خبریالانو ګډه ناسته جوړه کړې او غواړي د حکومتونو له سیاستونو ورهاخوا رسنۍ او خبریالان د اختلافي موضوعاتو ترڅنګ یو شمېر داسې موضوعات هم خپاره کړي چې د دواړو هېوادونو ملتونه سره نږدې کولی شي.
په دې ناسته کې له دواړو غاړو نږدې شل خبریالان برخه لري او هڅه کوي چې په رسنیو کې د پروپاګند او ناسمو معلوماتو د خپریدونو مخه ونیول شي.
څه موده وړاندې ځینې پاکستاني رسنیو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه انځور سپکاوی کړی و چې دې کار د افغاني رسنیو سخته غوسه وپاروله.
همدراز هغه مهال چې د بلوچستان په چمن سیمه کې لاریون کوونکو د هند بیرغ وسوځاوه او ورپسې له کرښې دې غاړه یو شمېر کسانو د پاکستان بیرغ ته اور واچاوه دا موضوع نوره هم جدي شوه چې رسنۍ باید د داسې موضوعاتو له خپرولو ډډه وکړي.
اوس خبریالان وايي، دغسې موضوعات چې د خلکو حساسیتونه پاروي، باید د رسنیو له لارې خپاره نه شی.
په ناسته کې همدراز ټینګار وشو چې خبریالان باید خپلو ملي ګټو ته ژمن وي او افغان خبریالانو له پاکستاني هغو وغوښتل چې د افغانستان په اړه کرکجن معلومات نه خپروي.