هبت الله اخوندزاده

تاند- د ملا هبت الله اخوندزاده په مشرۍ د وسله والو طالبانو ډلې د افغانستان له حکومت سره د حکمتیار د سولې د موافقې ملاتړ رد کړ، ویې ویل چې د سولې د موافقې په تایید کې د اسلامی امارت د عالي شورا له لوري خپره شوې اعلامیه د ملا رسول اخوند په ډلې پوري تړاو لري.

د دې ډلې له لوري تاند ته په راستول شویو پیغامونو کې ویل شوي چې په تاند کې خپور شوی خبر د ملا رسول په ډلې پوري تړاو لري او دوی یې نه تاییدوي.

د هبت الله اخوند ډلې، چې د طالبانو لا سختدریځه ډله ده، په دغو پیغامونو کې د افغانستان له حکومت سره د حکمتیار سوله غندلې او ویلي یې دي چې حکمتیار په دې کار «یو لوی جرم» کړی دی.

د هبت الله ډلې همداراز لیکلي:«دی به په دې خاطر چې جهاد ته یې شا کړه، نه یوازې د خدای له غضب سره مخامخ شي، بلکې یو لوی جنایت یې وکړ.»

وسله والو طالبانو مخکې په خپله ویبپاڼه کې، بې له دې چې د حکمتیار نوم واخلي، د افغانستان له حکومت سره سوله کول غندلي وو.

دې ډلې لیکلي«د سولې په موافقې د دغه حکومت ملاتړ ایا د اشغالګرو ځواکونو ملاتړ او له هغوی سره لاس یو کول نه دي؟»

دا په داسي حال کې ده چې طالبانو د سولې د خبرو لپاره له څو کلونو راهیسي په قطر کې دفتر پرانیستی او ناتایید شوي راپورونه وايي چې له کوټې څخه د دې ډلې د پخواني مشر ملا عمر د زوی په شمول څو مشران احتمالاً د سولې د خبرو د پیلولو لپاره دوحې ته رسېدلي دي.

5 thoughts on “د هبت الله ډله وايي، دوی د حکمتیار او حکومت د سولې موافقه نه تاییدوي”
  1. آفرین دی په تاسی غوندی مسلمانانو شی موږ حتمی د خدای ګنکاره یو چی یو ستاسو په څیر ظالم خلک را باندی مسلط کړی او بل دا چی کفار یی را باندی مسلط کړی چی صلح نه منی قرآن نه منی نن به تاسو په خبر کښی اوریدلی وی چی نو په کابل کښی د قبر او حدیری لپاره ځای نه پیدا کیږی او د یوه قبر څای په زر ډالره پلورل کیږی آیا موږ تاسو پیدا کړی یو او که الله تعالی ؟ نو یو غریب سړی که وفات کیږی دوی به د خپل مړی لپاره څای له کومه کوی او ۷۰۰۰۰ زره افغانی به له کومه کوی یا خوبه خپل مړی په شاه ګرزوی او یا به یی سیند ته غوزاروی ؟ آیا دا حدیری د تاسو له لاسه ډکی نسوی؟ څه ځمکی د فاسدو غاصبینو له خوا غصب شوی او حدیری د تاسو له لاسه ډکی شوی د همدغه پاکستان له خواه به تاسو زلیلږی . هغه مملکت یعنی زوسیه چی زموږ ملک یی د فلاکت خواته بوتلی نن ستا بادار د همغی سره ایتلاف کړی چی بیا آفغانان مړه کړی تاسو ته ډیر د شرم ځای دی اوس هم په جنګ عقیده لری .ورشی صلح وکړی او کفارو ته مهال ویش وټاکی چی له ملکه ووځی تاسو خلک شهیدان کوی او کفار بهانه لټوی تاسو ته هم پیسی درکوی او حکومت هم. قربانی بیا دا غریب اوولس ورکوی. په اروزګان کشی پوخ سړک په بلدوزر ړنګیږی او ویناوی د آبادی ورکوی په هغه سړک فی کیلو متر یو میلون ډالر مصرف شوی او تاسو ته پاکستان ۶۰۰۰۰ زره کلداری د ورانولو درکوی والله که د خپل واک یاست ټول وطن پلورنکی یاست. د خدای حضورته ورتګ شته ایمان خو والله که تیر کړی تاسو او د حکومت خلک هم

  2. ملا هیبت الله یو ساده ملا دی، تر اوسه یی دقرآن تلاوت صحیح زده نه دی، په سیاست اوجنګی پلان خو دسره خبر هم نه دی، خو شاید داخبره یی د آي اس آی په خاطر کړی وی، ځکه دطالیبانو ځینی مشران د آي اس آی په پنجره کی بند پاتی دی، او ډاریږی چه دخپلو نورو مشرانو په سرنوشت اخته نشی.

    طالیبانو ورونو ته بیا هم خواست کووم، چه زیره که اوهوښیار اوسی، په ننی دنیا کی جنګ اوجګړه د شل کاله مخکی جګړی سره فرق کوی، ننی زمانه دبرق اوستلایت دجنګ زمانه ده، تاسو دپاکستان دحکومت څخه ډیر قوی نه یاستی، کله چه په لمړی ځل دبوش معاون دیکچینی دپاکستان دهغه وخت واکمن پرویز مشرف ته وویل، چه یا سم شه اوکه نه سمیږی نو پاکستان به درته په دقیقو کی لوټه لوټه کړم، پرویز مشرف ورته وویل چه صاحبه هم به سم شم او هم به ستا غلام یم.

    پدی باره کی کولای شی دپرویز مشرف کتاب وګوری، چه څو کاله مخکی له چاپه راوتلی دی

    ځکه پاکستان ددنیا په ننی ټکنالوژی خبر دی، اوس تاسو طالیبانو ته پکار دی چه دزمانی په لیدلو رفتار وکړی. په یقین سره درته وایم که امریکا او ټول خارجی قطعات همدا نن دافغانستان څخه ووځی اوستاسو لپاره څو دانی بی پیلوټه الوتکی پریږدی، نوتاسی به دیوی خوا ترمرګونو هدفونو لاندی ونیسی اودبلی خوا به په پیړیو اوپیړییو کی هم دکامیابی خوب ونه ګوری

    طالیبانو راشی نن ستاسو لپاره ډیره ښه موقع ده، ځکه نن په حکومت کی ډیر باوری او با اعتماده خلک په غټو چوکیو ناست دی، اوستاسو لپاره به عادلانه افغانی پخلاینه تر سره کړی

    وګوری ښاغلی اشرف غنی، ښاغلی اتمر، پیر صاحب، مسلمیار او اوس ښاغلی ګلبدین حکمتیار هغه خلک دی، چه ستاسو سره به هیڅکله خیانت ونکړی، مګر کیدایشی چه داسی حکومت راشی چه بیا به تاسو نه دافغان په نوم پیژنی او نه به مو دانسان په نوم پیژنی، نور موخوښه خپله خو ډیریۍ خلک فکر کوی چه تاسو هم دخپلو بچیانو دشمنان یاست او دبلی خوا افغانانو اودنیاوالو ته یو بی تصمیمه او بی فکره اودلمړی یا کمون اولیه دوری خلک ښکاری، ځکه نه ځان پیژنی او نه جهان

    والسلام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *