تاند- وسله والو طالبانو په کندوز کې د خپلو نفوذي کسانو په مرسته ۱۳ افغان پولیس ووژل.

د کندوز ولایتي چارواکي وايي چې دا پېښه تېره شپه (تر ۱۲ بجو وروسته) د کندوز ښار په لمنه کې وشوه.

د کندوز د والي ویندوی محمود دانشي نن /سې شنبه/ رسنیو ته وویل «وسله والو طالبانو تېره شپه د ښار په څنډه کې پر یوې يوستې، چې ۱۵ تنه پولیس پکې ځای پر ځای ول، برید وکړ، دوو یې له طالبانو سره پټ تماس درلود، دغو دوو کسانو طالبانو ته د حملې زمینه برابره کړه.»

دانشي زیاته کړه چې دوه غدار پولیس له طالبانو سره تښتېدلي دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی کسانو پوسته ونیوله، پکې موجود ټول پولیس یې ووژل او وسلې او مهمات یې ولجه کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *