لیکوال ( یما رښتین)

د روسيې او پاکستان تازه مینه د افغانستان لپاره د جدي پاملرنې موضوع ده.  لامل یې دا دی چې افغانستان د هند په مرسته په نړیواله کچه د خپلې فعالې ديپلوماسۍ پر مټ د پاکستان منزوي کول غواړي. داسې برېښي چې له هند او چین سره اوسنۍ اړیکې، له امریکا سره په یوه واضحه پالیسۍ کار کول، پاکستان ته د سرو کرښو ټاکل، او په افغانستان کې د بېلا بېلو هېوادونو اقتصادي منافع  پیدا کول هغه ګامونه دي چې د دغه انزوا د رامنځ ته کولو او بیا پیاوړې کولو لپاره پرې اوسنی حکومت کار کوي.

خو اړینه ده چې افغان حکومت پدې هم وپوهېږي چې پاکستان د تېرو څلوېښتو کلونو په اوږدو کې د افغانستان په هر سکتور کې ځان لپاره داسې ګوډاګیان پاللي دي چې د پاکستان په حکم له هېڅ رنګ قربانۍ ډډه نه کوي نو کله چې پوه شي افغانستان کوم نیک ګام پورته کوي او یا داسې پرېکړه کېدونکې ده چې په اوږد مهال د پاکستان ګټو ته خطر راولاړولای شي نو دوی د حکومت د پښو پر وهلو پیل وکړي او لانجمنه فضا رامنځ ته کړي. د افغانستان نظام چې تر اوسه ۱۵ کلن دی او د پاکستان له تقریبا۷۰ کلن نظام سره یې ښکر ورکړی دی نه شي کولای په یو وخت کې له کورنیو او باندنیو دښمنانو سره په ډېرو محازونو وجنګېږي نو ځکه یې پرېکړې څنګه چې غواړي نه پلي کېږي.

د روسیې او پاکستان تر منځ اړیکې په داسې یو وخت کې پیاوړې کېږي چې افغانستان، هند او امریکا یو درې ګونې اتحاد ایجادوي. روسیه چې له کلونو کلونو د هند ستر اتحادي ځواک دی، د خپلو منافعو له مخې خپل د کلونو کلونو دښمن پاکستان ته د دوستۍ لاس ځکه غځوي چې پدې توګه امریکا ته پيغام ورکړي چې هوا یو اړخیزه نه ده او د مقابلې لپاره نور ځواکونه هم شتون لري. همدغه پیغام پاکستان غواړي هند ته ورکړي چې که ته د امریکا سره د میلیاردونو ډالرو قراردادونه لاسلیکوې نو مونږ به دغه ډول اړیکې له روسیې سره پالو.

لدې قراردادونو او د روسیې او پاکستان تر منځ مشترکو پوځي مانورونو کم تر کمه دا خو په ډاګه کړه چې د ایتلافیانو او مخالفینو پخواني صفونه په ماتېدو دي او پاکستان چې تر اوسه د امریکا په کاسه څربېده اوس د روسیې کاسې ته هم خوله واچوله. پاکستان به دې دوستۍ ته ځکه هم خوشحاله وي چې له چين وروسته یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له یو بل دائمي غړي سره اړیکې ښې کېږي او ورته به اسانه وي چې د کشمیر او بلوچستان، د تروریزم په جګړه کې د دوه مخي سیاست او په افغانستان او هند کې د لاس وهنو په هکله که بحث کېږي نو پاکستان پکې خپل منافع وساتي.

د افغانستان لپاره دا نوې اړیکې د تشویش وړ دي ځکه له یو پلوه د پاکستان د منزوي کولو پروسه او هڅه زیانمنوي نو له بله پلوه د امریکا او هند سره د درې ګوني اتحاد لاس ته راوړنې ننګوي. له اقتصادي اړخه افغانستان هڅه کوي چې د نورو هېوادونو اقتصادي ګټې له افغانستان سره وتړل شي نو دغه هېوادونه به د خپلو ګټو د خوندي کولو په موخه پر پاکستان فشار راوړي چې د طالبانو د ملاتړ او په افغانستان کې له تاو تریخوالي لاس په سر شي. ټاپي، کاسا، چابهار پروژې د دغه ستراتېژي سترې بېلګې دي. خو که چېرته پاکستان وتوانیږي چې له چین سره سي پیک او ګوادر پروژه، له روسیې سره د ۲ میلیارده ډالرو ګاز لیکې پروژه تر سره کړي او منځنۍ اسیا ته بله لاره ومومي نو د افغانستان اقتصادي پلان او ستراتيژي به تر ډېره محدود شي او ارزښت به یې کم شي.

پدې هکله د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو پر سر ناندرې او د پایلې په توګه د نوازشریف او روحاني په کتنه کې د سي پیک پروژه کې د ایران پر یو ځای کېدو بحث هم د افغانستان لپاره جدي او حساس دی چې باید حکومت ورته پاملرنه وکړي او داسې کوټلي ګامونه پورته کړي چې ایران له پاکستان سره لاس یو نه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *