تاند – تېره شپه د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ مربوط د شډل بازار په سیمه کې د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ګڼ شمېر ملکي کسان ووژل شول.
بي بي سي د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ ښيي خو پژواک خبري اژانس وایي چې د پېښې په ترڅ کې ۲۷ کسان وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال رسنیو ته وویل چې د بې پیلوټه الوتکې دغه برید د چارشنبې په ورځ سهار وختي خواوشا ۴ بجې په سیمه کې په یوه ځایي حجره وشوچې خلک په کې د یوه حاجي د ستړي مه شي لپاره راټول شوي ول.
یو شمېر رسنۍ وایي چې په برید کې د داعش یو قاضي او قوماندان وژل شوي، خو د سیمې خلک وایي چې ټول وژل شوي ملکي کسان دي.
د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان له یرغل راهیسې د ننګرهار، هرات، هلمند، کندهار، کونړ په شمول په ګڼو سیمو کې د ولسي خلکو په غونډو او ودونو باندې څو ځلې بمبارۍ کړي چې ګڼ بې ګناه خلک یې په کې وژلي دي.