د لارو، سړکونو او پلونو ورانول د اسلام له نظره زمونږ په دین کې لارې شوکول، لارې تنګول، لارې ورانول، په لاره کې تکلیف رسوونکي شیان اچول ټول منع او حرام دي.
بر عكس له لارې نه تکلیف رسوونکي شیان لرې کول ستر ثواب لري. د حدیثو په یو معتبر کتاب صحیح ابن خزیمه کې دي چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي: “عُرِضَتْ عَلَيَّ أَعْمَالُ أُمَّتِي حَسَنُهَا وَسَيِّئُهَا، فَوَجَدْتُ فِي مَحَاسِنِ أَعْمَالِهَا إِمَاطَةَ الْأَذَى عَنِ الطَّرِيقِ” ما ته زما د امت ښه او بد عملونه پېش کړی شول نو ما د دوی په ښو عملونو کې له لارې نه د تکلیف رسوونکو شیانو لرې کولو عمل هم وموندلو. صحيح ابن خزيمة په صحیح البخاري کې بل حدیث دی چې نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايي: «يُمِيطُ الأَذَى عَنِ الطَّرِيقِ صَدَقَةٌ» له لارې نه تکلیف رسوونکی شی لرې کول صدقه او خیرات کول دي. صحيح البخاري
د صحیح مسلم په حدیث کې دي چې رَسُولُ الله -صلى الله عليه وسلم- فرمایي: « الإِيمَانُ بِضْعٌ وَسَبْعُونَ شُعْبَةً فَأَفْضَلُهَا قَوْلُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَأَدْنَاهَا إِمَاطَةُ الأَذَى عَنِ الطَّرِيقِ ». د ایمان څه له پاسه اویا ښاخونه دي، تر ټولو غوره يې د لا اله الا الله وینا ده او تر ټولو لاندې ښاخ يې له لارې نه تکلیف رسوونکي شیان لرې کول دي. صحيح مسلم د ابوداود په حدیث کې ابو سعید خدري رضي الله عنه وايي چې رسولَ الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته وفرمایل: “إيّاكُم والجُلُوسَ بالطُرُقاتِ ” په لارو کې مه کېنئ. مونږ ورته وویل چې زمونږ بله چاره نشته (د کېناستو بل ځای نه لرو) راته ويې فرمایل:” إن أبيتم فاعطُوا الطريقَ حَقَّه” بیا نو د لارې حق ادا کوئ. مونږ وویل: د لارې حق څه دی؟ ويې فرمایل: “غضُّ البصَرِ، وكَفُّ الأذى، وردُّ السَّلامِ، والأمرُ بالمعرُوفِ، والنَهيُ عن المُنكر، وإرشادُ السبيلِ ” د سترګو ټیټ ساتل (ښځو او نورو خلکو ته به نېغ نېغ نه ګورئ) تکلیف به نه رسوئ (چې ټوله لاره مو بنده کړې وي)د سلام ځواب به ورکوئ، د ښې خبرې وینا به کوئ او له بد کار نه به (خپل ملګري او خلک) منع کوئ او خلکو ته به لاره ښيئ. سنن أبي داود4816، 4815

نو هغه خلك چې د لارې په شوکولو، لارو خرابولو او د لارو په بندولو مسلمانانو ته تکلیف او تاوان رسوي لوی ظلم کوي، الله تعالی فرمايي: وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا ﴿٥٨﴾ الأحزاب 33 او هغه كسان چې مومنو سړیو او مومنو ښځو ته په ناكړي كار (او ناكرده ګناه) تكلیف رسوي، نو یقینًا دوى په خپل ځان غټ دروغ او ښكاره ګناه باروي.
د الله په لاره کې شرعي جهاد عظیم عمل دی خو که څوک په دغه عظیم کار کې هم لارې قطع کړي او ځایونه تنګ کړي نو نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي چې د دغه کس جهاد قبول نه دی، فرمايي: مَن ضَيّق منزلاً أو قَطَعَ طريقاً، فلا جِهادَ له. سنن أبي داود: 2629
نو له دې نصوصو نه ثابته شوه چې هر هغه څوک چې د مسلمانانو لارې، سړکونه او پلونه ورانوي، لارې يې بندوي دغه خلک ډېر لوی مجرمان دي. په ښارونو کې چې زورواکي او چارواکي د ولس پر مخ لارې بندوي او د مرګ له وېرې عامې لارې تړي د شرع له مخې مجرمان دي، دوی که په بندو او محکمو کلاګانو کې وي او د مرګ وخت يې راشي نو دغه مضبوط دیوالونه به يې له مرګه ونه ژغوري.
همدارنګه هغه خلک چې د مظاهرو او لاریونونو په پلمه لارې بندوي، یا په ودونو او نورو مناسباتو کې عامې لارې تړي د دین له مخې مجرمان دي، ځکه چې مسلمانانو او عامو انسانانو ته په دې کار سره تکلیف او ضرر رسوي. او هغه خلک چې په یوه او بله پلمه پلونه ورانوي، قیر سړکونه اړوي، په لارو کې بمونه ښخوي، او لارې قطع کوي د الله او ولس دواړو مجرمان دي. د دوی به دا خیال وي چې په دې کار سره به مقابل جانب ته تاوان واړوي نو دوی دې یاد ولري چې په دې کار سره لوی تاوان تاسو عام ولس ته واړاوه، مقابل جانب ته مو هېڅ تاوان ونه رسولای شو او که رسېدلای هم وي نو هغه د ولس د تاوان په مقابله کې بېخي په نشت حساب دی.
زمونږ یاد چې د هېواد حتا د لویو ښارونو داخلي سړکونه پاخه نه وو، پلونه نه وو خو هغه دښمن راغی او د غرنو څوکو ته هم ورسېده او د پلونو نشتوالي، د سړکونو خامه والي او د لارو بندېدو يې هېڅ مخه ونه نیوله، نو په دې وطن او خلکو رحم وکړئ او عامه او خاصه شتمنیو ته تاوان مه اړوئ.
یادونه: مولوي عبدالولي له پېښور پوهنتون نه په اسلامیاتو کې ماسټري لري