هند وايي چې د سارک یا د جنوبي اسیا د سیمه ییزې همکارۍ ټولنې په غونډه کې ګډون نه کوي.

هندي رسنیو ویلي چې د سارک په ۸ غړیو هیوادونو کې افغانستان، بوټان او بنګله دېش هم ورته پرېکړه کړې ده.

د افغانستان حکومت رسماً تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي خو بنګله دېش د سارک په غونډه کې، چې په اسلام اباد کې جوړېږي، د نه ګډون دلایل څرګند کړي دي.

هندي رسنۍ وايي چې هند، افغانستان، بنګله دېش او بوټان پرېکړه کړې چې په اسلام اباد کې د سارک یا د جنوبي اسیا د هیوادونو د سیمه ییزې همکارۍ ټولنې د مشرانو په غونډه کې ګډون نه کوي.

هند ویلي چې د تروریزم پر سر په تېره بیا د دغه هیواد د کشمیر د اوړي د سیمې پر پوځي اډې د حملې له کبله د سارک غونډه بایکاټ کوي.

د هندي رسنیو د راپور پر اساس د افغانستان حکومت د سارک اوسني مشر نیپال ته خبر ورکړی چې په خپل هیواد کې د ناامنیو او تشدد له کبله، چې پر افغانستان د تروریزم له لوري تحمیل شوی دی، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، چې د هیواد اعلي سرقوماندان هم دی د مصروفیتونو له کبله د سارک په سرمشریزه کې ګډون نه شي کولی.

تر دې وړاندې بنګله دېش او بوټان هم ویلي چې د اسلام اباد په سرمشریزه کې برخه نه اخلي.

ټاکل شوې ده چې د سارک نولسمه غونډه راتلونکې میاشت په اسلام اباد کې جوړه شي.

بنګله دېش د سارک په سرمشریزه کې د نه ګډون د علت په اړه ویلي:

بنګله دېش د سارک د پروسې د پیلوونکي او طراح په توګه ځان سیمه ییزې همکارۍ، ارتباطاتو او اتصال ته کلک ژمن بولي خو باور لري چې دا کارونه په ښه فضا کې کېدای شي. نو دې مسلې ته په پام بنګله دېش د اسلام اباد په سرمشریزه کې ګډون نه شي کولی.

خو هند د سپټمبر په اتلسمه د دوو هیوادونو د کشمیر کنټروله کرښې ته نژدې د اوړي په سیمه کې د هندي ځواکونو پر یوې اډې له حملې وروسته پرېکړه وکړه چې د اسلام اباد په غونډه کې به ګډون نه کوي.

د اوړي په اډه کې ۱۸ هندي پوځیان ووژل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *