تاند- په یوه تازه څېړنه کې ویل شوي چې د ( ibuprofen) په شان مسکن درمل، چې په بریتانیا کې یې په ملیونونو خلک خوري، د زړه د درېدو د خطر سبب کېږي.
تر دې مخکې د دغو مسکینو په اړه په څېړنو کې ویل شوي و چې د زړه ضربان غیر عادي کوي چې په سبب یې زړه درېدای شي او که زیات او پر له پسې استعمال شي د زړه د حملې احتمال تقریباً قطعي کېږي.
ایبروفین او د دغه خېل نور درمل چې د تسکین لپاره استعمالېږي، خلک په عادي ډول خوري.
د بریتانیا په طبي ژورنال (British Medical Journal) کې په دې اړه په خپره شوې څېړنه کې ویل شوي چې شاوخوا ۱۰ ملیونه خلک په بریتانیا، هالنډ، ایټالیا او جرمني کې دا درمل استعمالوي.