د افغانستان د سیمه ییزو پولیسو عمومي قومندان جنرال علي شاه احمدزی وايي چې ما په خپله نیول شوي شجاعي د قانون منګولو ته وسپاره، خو دوه ورځې وروسته بیرته خوشې شوی دی.
حکيم شجاعې چې دغزني د مالستان ولسوالۍ هزاره دی په ۱۳۸۸ کال کې ارزګان ته تلی.
د ولسي جرګې د شکايتونو کميسیون مشر عبيدالله بارکزي هغه وخت هم ویلي و چې د روزګان محلي پولیس باید د روزګان څخه وي، نه له غزني او بل ولایت څخه. خو ددې تر شاه به هم کومه کیسه وي.
په نوموړي باندې تور پورې دی چې له تېرو څو کلونو را هیسې یې په دې ولایت کې د۱۲۱ ملکي وژلي، دجنسې تیري یې کړي او له خلکو یې باج اخیستی.
د شجاعي د بیا نیولو امر تیر کال صادر شوي خو ځمکه چاک ده شجاعې پکې ننوتلي دی.
د کورنيو چاور پخوانی وزیر او اوسنی سرپرست مجتبی پتنګ د ۱۳۹۱ د غبرګولي په میاشت کې د شجاعي د نیولو امر ورکړ، خو امر باد یوړ. هغه مهال يې ویلي وو چې شجاعي تښتیدلې دي او دوی یې د موندلو په لټه کې دي.
څه موده وروسته پخوانی وزیر بیا ولسي جرګې ور وغوښت او بیا یې د یوې اونۍ ضرب الاجل وټاکه چې شجاعي به نیول کیږي خو بیا هم اونۍ په میاشت او میاشت دادي له کال هم واوښت. او بلاخره تیره ورځ یې بیا امر ورکړ. معلوم به شي دا امر هم د تیر په څير اوبه وړي او که نیمه اجرات به وشي.
تر اوسه دا معما حل نه شوه چې حکیم شجاعي د محلي پولیسو قومندان دی که یو غیر مسول وسلوال.
د افغانستان د سیمه ییزو پولیسو عمومي قومندان جنرال علي شاه احمدزی وايي چې شجاعي زموږ قومندان نه دی، همدا رنګه د کورنیو چارو وزارت چارواکي هم دا خبره ردوي چې هغه به کومه دنده ولري. خو خپله شجاعي بیا له مډيا سره په مرکو کې وايي چې زه د سیمه ییزو پولیسو د اتلسو پوستو قومندان یم.
حال دا چې پدی وروستیو کي د شجاعې د ظلم زړه بوږنوونکي عکسونو له خپرولو وروسته نوموړي خپله له ازادۍ راډیو سره په مرکه کي پر ځان لګیدلي تورونه ردوي او وایی، چې دی له طالبانو سره جګړه کوي.
((فعلا زه په کندلان سیمه کې دپولیسو په یوه قرارګاه کې قرار لرم، زه خپله د ازرې مربوط دسیمیزو پولیسو قومندان یم،دامهال په وظیفه کې یم،کومې پوستې چې دناوې شالۍ په سیمه کې دي زما مربوط کیږي، دلته یو۳۰۰ کسیز کنډک دی،چې ۱۵۰کسان يي زما مربوط دي))
بله معما چې لا راته ناحله پاتې ده چې پښتو متل دی چې وایي (مال له سر او سر له ناموسه ځار) پښتون خو په پردي اسامه بن لادن لسګونه زره ګناهګار؟؟؟ او بې ګناه کسان ووژل ، خو د شجاعي د ظلمونو په وړاندې چې دوی خپله ګواهي ورکوي چې پر اوو ښځو جنسي تیری هم کړی دی. دا څو ورځې کیږي چې په رسنیو او نورو ټولنیزو شبکو لکه فیسبوک، ټویټر، ویب پاڼو او ویبلاګونوکې د حکیم شجاعي د ظلم هغه تصویرونه ګورم چې هډورو ځوانانو لمنې په سر اړولي او خپل زخمونه کمرو ته ښیئ ولې د شجاعي په خلاف بل هيڅ حرکت نه کوي پرته له شکایت نه.
تیره ورځ چې کومه ویډيو خپره شوې پکې لیدل کیږې چې د شجاعي ډلې د یوه کورته اور اچولی او په هغه کور کې یې د قران کریم نسخې سوي دي. افغانانو خو به په نورو هېوادونو کې د قران په سوځېدلو په روزګان کې د دولتي موټرو او دفترونو شیشې ماتولې دلته ولې چپه خوله دي؟
د سیمې اوسیدونکي وايي چې د خاص روزګان ولسوالۍ امنیه قومندان او ولسوال هم له شجاعي سره لاس لري. ولسوال حمیدالله په شجاعي باندې د خپلې لارې خنډونونه لرې کوي او امینه قومندان نظر محمد مشهور په قاري بیا په غلا او شوکو کې ورسره ملګری دی.
قاري په دې وروستیو کې پنځلس موټرسایکلونه او دوه موټر له خلکو په زور اخیستي. کیدای شي له شجاعي سره په نورو غلاوو کې هم برخه ولري. قاري چې د روزګان د مرکز دی له هزاره ګانو سره ښې اړیکې لري
همدارنګه د روزګان د امنیه قومندان مطیع الله چې د کرزي د کاکا زوی دی په اړه ویل کیږي چې له شجاعي سره د ملګرتیا تار لري
شاعر څه ښه ویلي چې :
دښمن په زوره ننوت په کور دې پښتانه
خو دغه کار یې هم وکړ په زور د پښتانه
د هېواد له مرکز هم د شجاعي ملاتړ کیږي، که څه هم د ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي وايي چې زه یې ملاتړ نه کوم، خو هسې هم نه ده ((چې باد نه وي ونه، نه ښوري)) له دومره تورونو سره خو به یو څه وي.
د ټولو خبرونو په سر کې راځي چې د حیکم شجاعي لوی ملاتړی کریم خلیلی دی، دا ځکه چې هغه د حزب وحدت غړی دی، خو هغه دا تورونه ردوي، ولې به دا تور ردوي؟ او ولي به د شحاعي ملاتړ کوي؟ خو یو څه چې ترې اخیستل کیږي هغه دا کیدای شي چې دا حزب یو بدنام حزب دي، چې غواړي خلکو ته یوځل بیا خپله خونخواره څیره وښايي او ښکاره کړي چې که له دوه زره څوارلسم کال وروسته څوک هزاره قوم ته سیاسي حق ورنکړي نو دوی یې په زور هم اخیستی شې.
طالب چې له سره افغان حکومت بدۍ ته ایښې ځکه حکیم شجاعي ته څه نه وایی ترڅو په عامو خلکو کې د ملي او محلي پولیسو او اردو سره د خلکو مینه په کرکه بدله کړي. که چیري له نړیوالو سره په معامله کي ناکام شول چې هغه سیمي خپلو ملاتړو ته د فعالیت لپاره پراخې کړي.
همدا ډول ګاونډي او ځينې بهرني هېوادونه هم په افغانستان کې د قومنو تر منځ نفاق ته لمن وهي، چې په دې سره د پښتون او هزاره تر منځ د لوی ناورین پیل ته لاره هواره کړي.
زه فکر کوم چې د حل لاره به دا وي چې شجاعي ونیول شي او په سزا ورسیږي. که داسې ونه شي هم د حکومت او خلکو تر منځ ډيره شوې فاصله لا پسې ډيره شي او هم به په نورو ولایتونو کې دا ډول څو کسیز قومندانان په خلکو د راج چلولو فرهنګ پسې وغځوي او دا به د اوس غوندې تنها د شمال تر ځينو سیمو او یا د خاص روزګان پورې محدود پاتې نه شي.
ښکلې لیکنه ده. دا مې نن په سرنوشت ورځپاڼه کې هم ولوسته.د شجاعي مساله د کورنیو چارو د وزیر له وسه وتلې ښکاري.