تاند- یاهو له ډېرو کلونو راهیسي هلې ځلې کوي چې خلک یو وار خپل لور ته ورمات کړي په تېره بیا خپلو دیجټل خدماتو لکه ایمیل ته.

خو د یاهو دا هڅه هغه وخت له لا لوی چلینج سره مخامخ شوه چې هکرانو د یاهو له څه باندې ۵ لکه ایمیل اکاونټونو حساس معلومات غلا کړل.

دا غلا، چې د پنجشنبې په ورځ معلومه شوه، د ایمیلي خدماتو پر یوه ستره وړاندې کوونکې کمپنۍ تر ټولو لویه حمله ګڼل شوې ده.

له دې سره د یاهو پر اعلانونو، د لیدونکو شمېر او د کارونکو پر شمېر منفي اغېز کېږي چې په نتیجه کې یې د دې شبکې عاید کمېږي.

د امریکا یو شمیر استخباراتي چارواکو، چې له نوم اخستلو يې ډډه کړې، ویلي باور لري چې پر یاهو دا انترنتي حمله د دولت له ملاتړه برخمنو هکرانو کړې ده.

دوی ویلي دا انترنتي برید له هغو بریدونو سره ورته والی لري چې مخکې د روسيې استخباراتي ادارو او یا د هغوی تر لارښونې لاندې هکرانو ته منسوب شوی و.

یاهو انترنتي پاڼه وايې د دې مسلې په اړه د قانون له نافذونکو ادارو سره کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *