تاند- ملګري ملتونه وايي، ۲۰۱۶ م کال تر ټولو تود کال و چې تر دې پخوا یې ساری نه دی لیدل شوی.
د ملګروملتو د هوا پېژندنې اداره وايي، سږ کال د اګست د میاشتو ریکارډ مات شو او اټکل کېږي چې ۲۰۱۶ به په مجموع کې د تاریخ تر ټولو تود کال ثبت شي.
د هواپېژندنې د نړیوالې ادارې ویندوی کلر نالیس وايي، د سږ کال له پیله تراوسه پوري د هوا د تودوالي مخکیني ریکارډونه مات شوي او ډاډه دی چې ۲۰۱۶ م کال به په تاریخ کې تر ټولو تود کال ثبت شي.
د ملګروملتو د هواپېژندنې د ادارې په وینا د نړۍ هوا له اوږدې مودې راهیسي د غیرعادي حالت لور ته روانه ده او دا مسله انسانانو ته پر یوې عادي چارې بدلېږي.
د امریکا د فضايي تحقیقاتي ادارې د راپور له مخې، د ۲۰۱۶ م کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د مځکې درجه د نولسمې پېړۍ د وروستیو د هوا د تودوخې تر درجې زیاته شوې ده.