تاند- د امریکا متحد ایالتونه هیله لري چې راتلونکې اوونۍ به په بروکسل کې د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې په کنفرانس کې له افغانستان سره د ۳ ملیارد ډالره مرستې ژمنه وشي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارد اولسن وايي، تمه لري چې د بروکسل په کنفرانس کې به د افغانستان د پرمختیايي چارو لپاره تر ۲۰۲۰ م کال پوري نړیواله ټولنه د کال درې ملیارد ډالره ژمنه وکړي.
ښاغلي اولسن نن /پنجشنبه/ په واشنګټن کې یوې غونډې ته وویل، د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت به هڅه وکړي چې کانګریس تر ۲۰۲۰ م کال پوري له افغانستان سره د امریکا د اوسنۍ اندازې مرستې له دوام سره موافقه وکړي.
امریکا او متحدان یې د افغانستان د پرمختیايي چارو لپاره د ۳ ملیارد ډالره مرستې ترڅنګ د کال نژدې ۵ ملیارد ډالره د افغان ملي امنیتي ځواکونو لپاره کومک کوي.
په بروکسل کې دافغانستان په اړه نړیوال کنفرانس د اکټوبر په څلورمه او پنځمه جوړېږي چې د اروپايي اتحادیې د غړو په ګډون د نړۍ د ۷۰ هېوادونو او ۲۰ نړیوالو ادارو استازي پکې ګډون کوي.
د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان د نړیوال کنفرانس ریاست به د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د اروپايي شورا مشر ډونالډ توسک کوي.
نام خدا
داسې ښکاري چې دا وطن جوړېږي
ولسمشره. هر څه دې سم دي خو د اداري فساد پروړاندې عملي ګامونه نشته.
ونیسه یو څو مفسدین ونیسه او محاکمه یې کړه
سږ کال باید افغانستان د مفسدو هيوادونو د نړیوال راپور له مخې باید پرمختګ کړی وای
سږ کال بیا هم افغانستان دریم مفسد هیواد شو