طالبانو د خپل تحریک له پیله بیا تر نن پورې د حزب اسلامي خلاف نه یوازې تبلیغات کړي بلکې وخت نا وخت یې د ټوپک شپیلۍ هم د اصلي دوښمن پرځان د حزب د جنګیالیو لوري ته را تاو کړې، ګڼ شمیر حزبیان یې د اربکیانو او جاسوسانو په نامه یا وژلي او یا یې هم د خپل کور کلي پریښودلو ته اړ کړي. اوس اوس چې حزبیانو د دولت سره د روغې جوړې تار غځولی د تیر په څیر طالبانو د دوی دا کار لوی جرم شمیرلی او د جهاد او حق خلاف یې لویه دسیسه بللې. کله نا کله به د خلکو ذهنونو ته دا را ګرځي چې کیدای شي طالبان به په خپله مدعا کې ریښتیني وي، د پیل نه تر نن پورې د حزب په تړاو د دوی تشویش به پرځای وي نو ځکه غواړو همدې ټکي ته لنډه کتنه وکړو.

د حزب په څیر طالبان هم له ورایه یو اسلامي خوځښت دی، خو د حزب سره یې په آیډیالوژیکه توګه توپیر دا دی چې طالبان د دیوبند تر بند لاندې خپل مسؤولیت اداء ګڼي، او حزب اسلامي بیا تر ډیره د اخوانيت تفکر ته ژمن بریښي، د همدغه باورونو په بنسټ طالبان د جومات ملایان او طالبان د دیني علومو تر بل هر ډاکټر او ماسټر وړاندې بولي.

۱. طالبان وايي حزب اسلامي د یو داسې شخص له لوري رهبري کیږي چې ملایي بګرونډ نه لري، مشر یې د اینجینرۍ محصل و، چې وروسته یې لږ لږ سر سرې دیني مطالعې کړې، نه یې کله د جومات طالبي کړې، نه یې د کوم ملا سره په دیره کې شپې تیرې کړې. نو ځکه دوی ورته د رهبرۍ حق نه ورکوي، راځئ چې پرته له تعصب څخه د حزب اسلامي او طالبانو رهبران سره پرتله کړو:

د طالبانو امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد نومیده، ډیر کم خلک یې په لیدو مشرف شوي، ویل کیږي چې علم یې تر آخوندۍ پورې محدود و، نه یې د اسلامي علومو مطالعه درلوده نه یې هم د سیمې او حالاتو پراخه دید، د زهد او تقوا یې خلک ډیر وایي خو دا چې نه یې کله کومه علمي او هر اړخیزه وینا خپل ملت ته آورولې نه یې کوم علمي اثر چا لیدلی نو ځکه د علم او پوهې له اړخه د خلکو په خولو کمزوری بریښیده، همداسې یې اوسني مشران او واکداران درواخله.

خو د حزب اسلامي امیر په نړۍ کې شهرت لري، ډیر افغانان یې د جهاد بنسټګر بولي، د دیني علومو تر څنګ یې سیاسي بصیرت هم څرګند دی، بې شمیره سیاسي او علمي بیانیې یې ورکړې، علمي آثار یې د تفسیر او حدیثو په شمول لسګونو کتابونو ته رسیږي، د علم او جسم له اړخه د یوه رهبر په ګاڼه سمبال دی، د مسلمانۍ او تقوا یې خلک مثال یادوي، کیدای شي ستونزه یې دا وي چې د بل خبرې ته کم غوږ نیسي، خلک یې په ځان غوښتنه تورنوي.

۲. طالبان وایي حزب اسلامي د دیني علماوو سره کینه ساتي او ملایانو ته یې په خپل تنظیم کې ونډه نه ورکوله، د جهاد په دور کې د جهاد رهبریت د دې پرځای چې ملایانو کړی وی خو د حزب امیر او څو نورې څیرې په جهاد مشهورې شوې او د ملایانو او علماوو رهبریت او امارت چا په ښه سترګه ونشو لیدلی، چې په دې کې د حزب اسلامي لوی لاس و.

خو که ریښتیا وویل شي حزب اسلامي بې شمیره دیني علماء خپل پیروان درلودل، علماوو ته یې په درنه سترګه کتل، پرته له تردیده حزب اسلامي په جهاد کې ډیره ونډه درلوده، کیدای شي همدا لامل به و چې په نورو جهادي تنظیمونو په تیره بیا د حرکت په تنظیم یې سترګه نه ډګیده، هغوی یې د پخواني پاچا پلویان بلل او په دې یې تورنول چې د جهاد په لار کې خنډونه جوړوي د وسلو او پیسو وږي دي. د حزب تنظیم تر ډیره منظم او منسجم و، د پیسو واک او اختیار د هر چا سره نه و، پرته له منظم حزبي پروسیجر څخه چا په خپل سر جیبونه نشوی ډکولی او همدا یې د نظم نښه وه.

۳. طالبان وایي حزب اسلامي تل د اغیارو سره لاس یو کړی، نا روا ائتلافونه یې کړي او جنګ جګړو ته یې لاره هواره کړې.

له ورایه خو د تبلیغاتو په رڼا کې خبره همداسې ښکاري، حزب اسلامي د استاد رباني حکومت ونه منلو، د حکومت په ضد یې د دوستم او مزاري سره لاس یو کړ او په دې توګه کابل وران شو، خلک بې کوره شول، بې ګناه ښاریان ووژل شول.

خو ریښتیا خبره داسې نه وه،

افغانانو د روسي ښکیلاک له ټسه خپلې وینې څښلې خو یوې ډلې د روسانو سره لاس یو کړ او د روس پرځای یې د حزب اسلامي سره دوښمنۍ ته زور ورکړ، د حزب مشران او قومندان یې ووژل او د حزب د پیروانو په زړونو کې یې نفرتونه وزیږول، کله چې د ډاکټر نجیب الله حکومت د نسکوریدو په حال کې شو، پرته له هیڅ نوع تفاهم څخه همدغه ډله د نړیوالو په لمسون کابل ته ننوتله، چې دا کار هم حزب ته د منلو نه و، د صبغت الله د حکومت څخه وروسته د استاد رباني څلور میاشتنۍ حکومت د حزب په وړاندې د یوه سنګر حیثیت خپل کړ، د درباري ملایانو او په پیسو او وسلو روږدیو قومندانانو څخه یې د حل او عقد تمثیلي شورا جوړه او رباني یې د څلورو میاشتو پر ځای د څلورو کلونو لپاره په تخت کیناوه، د حزب د منزوي کیدو لپاره د پاکستان استخباراتي مشر حمیدګل ته د مشاوریت وړاندیز وشو، دوستم مجاهد کبیر شو، د هیواد نظامي ځواک د یوې ډلې لاسته ولوید، حزبیانو هم په بالمثل سیاسي تګلارې پیل وکړ، دوستم او مزاري یې له دولت را جلا او صبغت الله یې ورته مشر وګماره، د داخلي جګړو اور بل شو سلامت او ملامت لا تر اوسه ورک دي، کابل وران شو حالت داسې شو چې د طالبانو راتګ ته په ورین تندي هرکلی وویل شو.

کله چې طالبان را څرګند شول په بیړه بیړه یې سپین بیرغونه د کندهاره تر غزني را ورسیدل، په غزني کې د حزب اسلامي قواوې پرته له مقاومته کابل ته راغلې طالبانو د وردګو ولایت ونیولواو حزبیان په پوره توګه د طالبانو په لاس له صحنې ووتل او طالبان د شمالي ټلوالې سره ښکر په ښکر شول…طالبانو هم د سیاست په ډګر کې دوستم ته زړه ښه کړ، د جنرال مالک او دوستم سره یې دوستي غوره کړه، خو هغوی په شاتو کې زهر ورکړل، د دې روغې جوړې له ټسه په زرهاوو طالبان د دوستم د مکر په پایله کې مړه او ورک شول چې د ځینو میندې لا تر اوسه د خپلو اولادونو د راتګ په هیله شپې سبا کوي.

همغه نسخه چې حزب کارولې وه، طالبانو هم د همغه ډلې په وړاندې وکاروله چې حزب ورسره دوښمني پاللـــه، خو د حزب درد یو څه پرې کرخت شو خو د طالبانو زخم پرې ناسور واوښت.

۴. د طالبانو تحریک د سپتمبر د ۱۱ د پیښې له امله د امریکایانو او ملګرو له خوا یې را نسکور شو، او بیرته شمالي ټلواله د امریکا د الوتکو په زور په افغانستان حاکمه شوه، طالبان ګوړه ګزر شول، څوک پاکستان ته لاړل، څوک ایران ته، چا بیرته د خپل کلي ملایي پیل کړه، چا خپل پاتې سبقونه بیا شروع کړل. ټوله نړۍ د طالبانو په وړاندې ودریده، یوازنۍ هغه هیواد چې دوی یې په رسمیت پیژندلي وو (پاکستان) هم د طالبانو په پرزولو کې د امریکا حامي پاتې شو، ټولې ډلې ټپلې د کابل په اداره کې یو ځل بیا سره راټولې شوې، د نړیوالې ټولنې تر سیوري لاندې یې نیم ژواندی حکومت ورغاوه، سره د دې چې ډیری حزبیان هم د طالبانو په ماتې خوښ وو، ځکه تر بل هر چا طالبانو د حزب اسلامي وګړي ډیر ځورولي وو، وسلې یې ترې را ټولې کړې، بندیان یې کړل، د مشرانو او قومندانانو احترام ته یې په سپکه وکتل ویې وهل، خو د دې ټولو سره سره د حزب امیر د طالبانو له دریځه ملاتړ اعلان کړ او حمایت یې ترې وکړ، د امریکایي ځواکونو په وړاندې یې جهاد اعلان او عملا یې د امریکایانو په وړاندې جګړه پیل کړه.

۵. په تیرو پنځلسو کلونو کې حزب اسلامي د خارجي ځواکونو په وړاندې په جګړه بوخت و، خارجي ځواکونه یې اشغالګر وبلل او د امریکا تر سیوري لاندې حکومت یې اجیر او لاسپوڅی معرفي کړ.

سره له دې چې حزب د طالبانو په څیر د خارجي ځواکونو خلاف سنګر نیولی و، خو بیا هم طالبانو حزبي وګړي نه پریښودل، هلته دلته به یې وسلې ترې اخیستې او د حزب جهاد ورته د منلو نه و، نو ځکه تیر پنځلس کلن جریان د حزب لپاره تر پخواني د روسانو له دوران څخه سخت تمامیده، د یوې خوا امریکایانو په تورو لیستونو کې شامل کړل په مړو او ژوندو یې انعامونه وټاکل له بلې خوا طالبانو د اصلي دوښمن په سترګه ورته کتل، ویې وژل، ویې ځورول د جهاد لارې یې پرې را تنګې کړې، هرځای یې مخه ورته ډب کړه…حزب مجبور شو، د پاڼ او پړانګ تر منځ یې د سولې لار غوره کړه خو بیا هم طالبانو په خپله اعلامیه  کې دا کار یو لوی جرم وګاڼه، د اشغال د حمایت نوم یې ورکړ.

حزب اسلامي د دولت سره د خپل جوړښت لاندې دلایل وړاندې کړي:

  • دولت د امریکایانو سره ستراتیژیک تړون امضاء کړی، د همدې تړون له مخې افغانستان مکلف دی چې امریکایانو ته نظامې اډې ورکړي، امریکایان به په نظامي اډو کې شپې او ورځې تیروي افغانان به په دې نامه او هغه نامه سره وژني. اصلي دښمن به مصؤون وي افغانان به وینې تویوي، نو تر وژلي ورور پرېښې ګومله ښه ده.
  • د دولت او امریکایانو اوږدمهاله ستراتیژیک تړون او مزید پاتې کیدل د جګړو په زور پای نه مومي، بلکې اوس نو سیاسي بصیرت او قوت ته اړتیا ده چې نړۍ په دې قانع کړي چې نور افغانستان امریکایانو ته اړتیا نه لري خپل کړه وړه په خپله تنظیمولی شي، له ځانه دفاع کولی شي.
  • جنګ جګړې د دې پر ځای چې ښې پایلې ولري لا د اختلافاتو او بربادیو لامل ګرځي تیرو دورو دا ثابته کړه چې خپل منځي جګړې په جګړو پای ته نه رسیږي، نو ځکه ښه به دا وي چې افغانان په خپلو کې سره یو موټی شي پخواني نفرتونه پریږدي او په دې سره افغانستان د خارجیانو او داخلیانو له خودغرضیو وژغوري.

د یوه افغان په حیث که څوک د طالبانو او حزب اسلامي یاد شوي دریځونه سره پرتله کړي، او تیر تاریخ ته پرته له تعصب او کینې وګوري ویلی شي چې طالبان په حزب اسلامي د انتقاد هیڅ حق نه لري، که د اسلام خبره شي حزب اسلامي د اسلامي شریعت د تحکیم په لاره کې تر طالبانو وړاندې دی وروسته نه، که د اشتباهاتو خبره شي، څومره اشتباهات چې حزب اسلامي کړي طالبانو دوه برابره کړي او کوي یې، هر هغه څه چې طالبان حزب اسلامي پرې ملامتوي همغه دوی خپله یا تکرار کړي یا یې تکراروي، طالبان بله لار نه لري جنګ جګړې یې بې پایلې دي، همدا د حزب اسلامي پریکړه به دوی هم مني، او سولې ته به غاړه ږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *