تاند- بریتانیا په افغانستان کې له روغتیا، تعلیم او امنیت سره د مرستې لپاره ۷۵۰ ملیون پونډه (شاوخوا زر ملیون ډالره) اعلان کړل.
مرستندویو ادارو نن /شنبه/ د بریتانیا د دې مرستې د اعلان هرکلی وکړ.
دا پیسې په درو کلونو کې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د ژوند د ښه کېدو پر چارو لګول کېږي.
د انډیپینډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې د بریتانیا د نړیوالې پراختیا وزیر پریتي پېټل وویل چې دا مرسته به نه یوازې د افغانانو د کړاوونو او ستونزو له کمولو سره مرسته وکړي بلکې کومک به وکړي چې بریتانیا ته د افغانانو مهاجرت لږ شي.
د ماین پاکۍ هلوټرسټ موسسې د بریتانیا د مرستې اعلان د افغانانو لپاره ښه خبر وباله.
تر دې مخکې تېره اوونۍ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارد اولسن وویل، تمه لري چې د بروکسل په کنفرانس کې به د افغانستان د پرمختیايي چارو لپاره تر ۲۰۲۰ م کال پوري نړیواله ټولنه د کال درې ملیارد ډالره ژمنه وکړي.
امریکا او متحدان یې د افغانستان د پرمختیايي چارو لپاره د ۳ ملیارد ډالره مرستې ترڅنګ د کال نژدې ۵ ملیارد ډالره د افغان ملي امنیتي ځواکونو لپاره کومک کوي.