د ملي یوالي حکومت دوه کلن شو! په دې اړه اریانا او اریانا نیوز یوه کمزورې او جعلي مناظره جوړه کړه. په مناظره کې د پېنل غړي خپلواک، ارغنديوال او ولي مسعود وو چې سبا شپه (د پنجشنبې شپه) به د ياد ټلویزون څخه خپره شي.
په تالار کې راغوښتل شوو مېلمنو کې یو زه هم وم، د دوی په وینا چې په وي ای پي مېلمنو کې یم او د پوښتنو لومړی حق به زما په شمول نورو وي ای پي مېلمنو ته ورکول کېږي.
د مناظرې له پیل څخه وروسته کله چې د پوشتونو وار راځي لومړی کس زه وم چې لاس مې پورته کړ، خو!!! اجازه نورو ته ورکول کېده، د دوو ساعتونو او تر شل ځلو ډېر لاس جګولو سره سره ماته د پوښتنې اجازه را نه کول شوه، کله چې متوجې شوم ۷۰ سلنه پوښتونکي هغه کسان وو چې لومړی یې ولي مسعود او بیا یې ارغنديوال ستایه خو اکرم خپلواک (اشرف غني) یې په هر حالت کې غنده. حال دا چې زما د پوښتنو ډېره برخه هم له ښاغلي خپلواک څخه وه، لکه:
« ستاسو په وینا چې اوسنی حکومت (یو ايتلافي حکومت) هیڅ ډول حقوقي ستونزه نه لري، دا ډول ايتلافي حکومتونه د نړۍ په بېلابېلو هيوادونو کې شته. زه نه پوهېږم تاسو به څومره په حقوقو او قانون پوهېږی؟ بې له شکه چې ايتلافي حکومتونه په نورو هیوادونو کې هم شته چې په دريو نومونو (پارلېمنټېري، سيمي پريزډېنشل او پرایم الاینس) يادېږي چې دا درې سره ډولونو ته د همغه هيوادونو اساسي قوانين اجازه ورکوي، لاکن د افغانستان اساسي قانون هيڅ ډول ايتلافي حکومت جوړونې ته اجازه نه ورکوي.
دوهم دا چې که د اوسني حکومت له جوړښت څخه تېر شو او یوازې د همدې حکومت د دوه کلنې دورې پر لاسته راوړنو خبرې وکړو نو!!!
» په ۲۸ اګست کابل لنډغرو په سر اخيستی وو، مانا حکومت وجود نه لري.
» په تېرو دريو میاشتو کې ۷۵ کسان په پلازمينه کابل کې اختطاف شوي، مانا حکومت نه شته.
» د ملي تدارکاتو په نوم ادارې د ملي وزارت د ۵۷۰۰ میلونو افغانیو له درملو څخه یوازې د ۳۰۰ ميلونو افغانیو درمل سر تېرو ته رسولي نورې پیسې ورکې دي، مانا حکومت د غلو دی.
» د دوو کالونو په تېرېدو تر اوسه هم دېرش زره لومړي او دوهم بستونه خالي دي، مانا حکومت ناکام او يا هم کمېشنکار دی.
» په روان کال کې ۱۲۰۰۰ ښځې د کورنیو تاوتریځوالو قرباني شوي، مانا بشري حقوق توت ته پورته شوي.
» اداري فساد ۶۹٪ سلنه لوړ شوی، مانا پیسې لېبنان، پنجشېر، احمد ابا (د پکتیا ولسوالۍ) او کرز ته ځي.
» په تېرو دوو کالونو کې ۵۳٪ پانګوالو خپل سوداګريز فعاليت بند کړ، مانا خصوصي سکتور په ملا مات شو.
» په تېرو دوو کالونو کې ۵۰٪ خلک بې کاره شول، مانا غلا او قتل ته زمینه مساعده شوه.
» د مهاجرینو وزارت په لوی لاس په پاکستان کې د افغان کډوالو د راتګ مخه نیسې تر څو درې ميلونه پښتانه هیواد ته راستانه نه شي، مانا، پښتون نور هم پر سر ووهه، حکومت نه شته.
د ارغنديوال څځه مې لاندې پوښتنې کولې!
» تاسو وایاست چې د افغانستان د عدلیې په وزارت کې د حزب اسلامي په نوم چې کوم ګوند ثبت دی د هغه مشرتاسو یاست او د ښاغلي حکمتیار له راتګ وروسته به ګوندي انتخابات وشي که یې هر څوک مشر شو، حال دا چې درې ورځې وړاندې تاسو د حکمتيار په استازیتوب د پخواني ولسمشر کرزي سره ليده کاته وکړل (هم دا کوې هم ها)
» تاسو پینځه کاله د اقتصاد وزیر وی، تاسو د هیواد د اقتصادي پرمختګ په موخه يو واحد پلان او يا هم پالیسي جوړه نه کړه اما نن د هيواد پر اقتصادي وضېعت اندېښنه ښياست.
» همدا تاسو وی چې د ښاغلي کرزي په وينا به هر دوهمه ورځ د جنرال دوستم کورته ورتلاست تر څو نوموړی د اشرف غني د ټيم غړی شي، او بیا مو په ورته وخت کې محمد خان د عبدالله عبدالله سره کنجغه کړ، خو نن د ملي يوالي پر حکومت نيوکې کوی، ایا دا منافقت نه دی، او تاسو ځان يو (پوليټيکل هايپوکرېټ/سیاسي منافق نه بولی)؟
»تاسو دا هم وويل چې په خپل پينځه کلن وزارت کې مو ډېر مثبت تغيرات راوستل اما ښاغلي کرزي ستاسو خبره او بهرنيانو د نوموړي خبره نه منله، نو ایا اوس دا امکان نه لري، چې ښاغلی غني به د خپلواک او بهرنيان د غني خبره نه مني.؟
له ولي مسعود څخه پوښتنې!
» تاسو چې نن د ملي يوالي د حکومت سرسخت نقد کوونکی بلل کېږی، ایا همدا تاسو نه وی چې د انورالحق احدي سره مو په ګډه د دواړو ټیمونو تر منځ د تفاهم دلالت کاوه؟
» د ملي يوالي د حکومت له جوړښت څخه وروسته ۷ میاشتې تاسو د ښاغلي عبدالله نږدې همغږی نه وی؟
» ایا تاسو ټولو (پنجشېریانو) دا ټول امتيازات د شورای نظار (جميعت) په نوم نه دي اخیستي، ایا ستاسو ورور نن په حکومت او اپوزيسون کې نه دی؟
» دا چې نن تاسو د سیاست، ښې حکومتولۍ او تمدن خبره کوی، ایا نه یاست خبر چې د کوم بنسټ (بنیاد احمدشاه مسعود) مشرتوب چې تاسو کوی، د همدغه بنسټ تر بیرغ لاندې لنډغرو فېکس یوه میاشت وړاندې ټول کابل وګواښه، خلک یې وويشتل او د جهالت او تراهګرۍ نندارتون يې جوړ کړ؟
د اريانا ټلويزون له خوا په جوړه شوې مناظره کې سوال کوونکي له وړاندې ټاکال شوي وو!!!
د سرلوړي او سوکاله افغانستان په هيله…