تاند- د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د کجکي د دوهم پړاو قرارداد له یوې تُرکۍ کمپنۍ سره لاسلیک کړ.

د دې قرارداد پر اساس، چې نن /شنبه/ د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې په ارګ کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ د وزیر علي احمد عثماني او د ترکي کمپنۍ (۷۷) د رييس سلیمان سلیو ترمنځ لاسلیک شو، په ۱۷۷ ملیون ډالرو به د کجکي بند دوهم فاز بشپړشي.

د دې پروژې له بشپړېدو سره به د کجکي بند د برېښنا د تولید ظرفیت ۱۵۰ میګاواټو ته زیات شي چې د جنوب لوېدیځې حوزې د ټولو ولایتونو لپاره تقریباً کافي دی.

حاضردمه د کجکي بند د برېښنا د تولید ظرفیت ۵۰ میکاواټه دی.

ګاونډي هیوادونه په افغانستان کې د بندونو له پروژو سره مخالفت کوي او وېره لري چې د بندونو د جوړېدو له کبله به دوی ته د افغانستان بهېدونکې اوبه کمې شي.

ایران په وروستیو کې د سلما بند پر جوړېدو اندېښنه ښکاره کړه او په ځلونو یې په افغانستان کې د بندونو د مخنیوي لپاره وسله والې یاغي ډلې د مالي او تسلیحاتي ملاتړ په وسیله پر بندونو حملو ته تشویق کړي دي.

خو ښاغلي عثماني نن د ګاوډیانو دې ډول اندېښنو ته په اشارې وویل، په افغانستان کې د انرژۍ د تولید پروژې د هیواد ګاونډي هیواد د ګټو خلاف نه دي بلکې دا ډول پروژې د ټولې سیمې په ګټه دي.

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني د وینا پرمهال وویل، د ننني قرارداد لاسلیک د برېښنا د تولید په برخه کې د خصوصي سکتور د ونډې ښه پیل دی. هغه زیاته کړه، د برېښنا تولید د هېواد د ودې، د امنیت او ثبات د تامین او د خلکو د رضایت ترلاسه کولو لامل کېږي.

ښاغلي عثماني وویل، د کجکي دویم فاز قرارداد خصوصي سکتور ته دا پيغام ورکوي چې په افغانستان کې د برېښنا سکتور په برخه کې پانګونه ګټوره ده. هغه زیاته کړه، حکومت ژمن دی چې له داخلي سرچینو څخه د خلکو په ګټه کار واخلي.

په دې اړه د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي «۷۷ترکي کمپنۍ د کجکي بند په لومړي فاز کې د درېیم توربین په نصبولو سره ۱۸میګاواټه نوره برېښنا هم تولید شوه، یانې د کجکي د برېښنا د تولید ظرفیت له ۳۳ میګاواټه څخه ۵۱میګاواټه ته لوړ شو. یاده کمپنۍ به د نوي قرارداد په اساس د کجکي بند دویم فاز د ۲۰۰میلیون ډالرو په ارزښت په درې کالو کې بشپړ کړي او له دې سره به د کجکي بند د برېشنا د تولید مجموعي ظرفیت ۱۵۱میګاواټو ته ورسیږي.»

د ترکیې د ۷۷ کمپنۍ رييس سیلیو وویل چې د کجکي بند د دغې پروژې له بشپړېدو وروسته د بند د اوبو سطحه یو متر لوړېږي.

هغه زیاته کړه، کجکی بند به د یو ملیارد متر مکعب نورو اوبو د زېرمه کولو ظرفیت پيدا کړي چې په مجموع کې به ددغه بند د زېرمه شویو اوبو ظرفیت ۲،۳۴ دوه اعشاریه میلیارد مترمکعب اوبو ته ورسېږي، تر سل زرو جریبو زیاته نوې ځمکه به پرې خړوبه شي.

د ولسمشر د سلاکار محمد همایون قیومي په وینا د زمینداوار کانال هم د کجکي په پروژه کې شامل دی چې ۵۰۰ زره جریبه ځمکه خړوبوي، هغه د جمهوررئیس او د کندهار او هلمند له خلکو مننه وکړه چې په خپل ملاتړ یې ددغې پروژې د عملي کار زمینه مساعده کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *