د ولسمشر محمد اشرف غني او سولې د شورا د مشر پير سید احمد ګیلاني د ځانګړو هڅو له امله په دې وروستیو کې افغانان د افغانستان د یو ترټولو ستر او ځواکمن ګوند اسلامي حزب سره د سولې د تړون د لاسلیکولو شاهدان وو، دغه مهم کار که له یوې خوا په ټولیزو رسنیو کې تربلې هرې موضوع زیات انعکاس وموند له بلې خوا يې د عامو وګړو په سترګو کې د خوشحالۍ اوښکې وبهولې داځکه چې افغانان تر بل هرچا د سولې او ثبات لپاره ډېر لېواله دی او ورځ تربلې عام ولس دې پایلې ته رسیږي چې جګړه پرته له دې چې زموږ بشري او زیربنايي ځواک کمزوری او بیروني دوښمنان مو پياوړي کړي بله کومه حسوونکې ګټه نه لري، نن سبا که په هره خوا او هره ډله پورې تړلی هرجنګیالی یا عام افغان وژل کیږي، زموږ افغاني خویندې ورسره کونډې کیږي او بورې کیږي او افغاني ماشومان مو یتیمان کیږي چې په هېواد کې د غمونو،فقر، لوږې او جنایتونوګراف ورسره لوړیږي ځکه چې نن سبا زیات شمېر ښځې او ماشومان چې د سړک پرسر ګدایګري کوي او یا شاقه کارونه ترسره کوي ډېری يې هغه ماشومان او ښځې دي چې د کورنۍ سرپرستان يې په جګړه کې له لاسه ورکړي دي، دغه ماشومان اکثریت يې د زده کړو له نعمت څخه بې برخې کیږي او له امله يې په هېواد کې د سوالګرۍ او بې وزلۍ فرهنګ وده کوي، یا داچې دا ماشومان د غلا، قاچاق او نورو جنايي جرمونو په دام کې نښلي چې پایلې يې په ټولنه او عام ولس منفي اغیز کوي ځکه نو زموږ عام وګړي له اسلامي حزب سره سولې ته زیات خوشحاله دي او دا کار د اسلامي حزب د مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار او ولسمشر محمد اشرف غني احسان او له ولس سره د هغوی خواخوږي بولي، زموږ عام وګړي هیله لري چې د سولې پروسه وغځیږي او له مخالفو لوریو سره روانې ستونزې د خبرو او مفاهمې له لارې حل شي. په جګړه کې ښکیلو ټولو غاړو ته د افغاني مفاهمې له لارې بښنه وشي او هغه نیوکې چې په نظام کیږي د اصلاح لپاره يې د سیاسي مشارکت او بین الافغاني تفاهم په فضا کې د حل لاره وموندل شي ځکه چې زیاتره بهرنیان او ګاونډي هېوادونه د افغانانو په جګړه کې خپلې موخییزې ګټې ترلاسه کوي او موږ باید دا ومنو چې وینه هیڅکله هم په وینه نه وینځل کیږي او جګړه زموږ هیڅ درد نشي دوا کولای، موږ باید د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې یو بل ته د سولې او ورورولۍ لاس ورکړو او د الهي حکم په رڼا کې چې له مخې يې سوله ښیګڼه او خیر بلل شوې عمل وکړو، د زیاترو کار پوهانو په اند د تیرو پنځلسو کلونو جګړو سترلامل د بن د تړون ناسمې پرېکړې او هغه تېروتنې وې چې له مخې يې اسلامي حزب او طالبانو ته واک ورنکړل شواو د هغوی نومونه په تورلېست کې شامل شول، دغو تېروتنو که له یوې خوا په افغانستان کې جګړه وغځوله له بلې خوا يې ډېر افغانان قرباني کړل او هېواد يې له موجوده ستونزو سره مخ کړ، موږ په دولت غږ کوو څنګه چې ولسمشرغني د خپلو ټاکنیزو مبارزو پرمهال ویلي و ، چې هیڅ افغان له بل افغان کم نه دی دا شعار باید عملي کړي او د ټولنیز عدالت لپاره تر بل هرڅه زیات کار وکړي، له اسلامي حزب سره د سولې لاسلیک شوی تړون ته د عمل جامه ورواغوندي او له طالبانو سره هم د سولې خبرې ژر تر ژره پيل شي، ترڅو زموږ د کونډو یتیمانو اوښکې پاکې شي او یوه داسې سرتاسري او ملي سوله رامنځته شي چې له مخې يې هیڅ وګړی د ناهیلۍ او بې عدالتۍ احساس ونکړي.