تاند- یو شمېر افریقايي هیوادونو پر چین د خرو پر پلورلو بندیز لګولی او ویلي یې دي چې نور د دغه څلوربول پلورل زغملی نه شي.
د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، نایجر د جمعې په ورځ /سپټمبر ۳۰/ چین ته د خرو صادرات وروسته له دې منع اعلان کړل چې په یوه کال کې د دغه څلوربولي صادرات ۳ برابره زیات شول.
بورکینافاسو هم د خرو د پوستکي د صادراتو مخه نیولې ده.
دغه افریقايي هیواد ویلي چې د خرو پوستوکي چین ته صادرېږي او هلته ورڅخه د وینې د فشار د مخنیوي لپاره جلاتین جوړېږي.
د اقتصادي ودې له کبله د چین واردات هم زیات شوي دي.
د سي این این د راپور له مخې په چین کې د خرو شمېر له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسي له ۱۱ ملیونو څخه ۶ ملیونو ته کم شوی دی.
د نایجر د حکومت یوه چارواکي اتي عیسي بي بي سي ته وویل چې له دغه په وچه کې ایسار هیواده سږ کال چین ته شاوخوا ۸۰ زره خره چین ته صادر شوي دي حال دا چې تېر کال ۲۷ زره صادر شوي وو.
ده زیاته کړه«که د خرو صادرات په همدې ډول دوام وکړي، په نایجر کې به خر پاتې نه شي.»
په دغه افریقايي هیواد کې د خرو بیه په متوسط ډول شاوخوا ۳ برابره زیاته شوې ده.