سلیم خان کندوزي

تاند- د ننګرهار والي سلیم الله کندوزي نن /یکشنبه/ په یوه خبری غونډه کې له خپلې دندې رسماً استعفا اعلان کړه.

ده وویل، د دې لپاره استعفا کوي چې مرکزي حکومت د ننګرهار چارو ته پام نه کوي.

ښاغلي کندوزي زیاته کړه، د ننګرهار د ولایتي ادارو ستونزې او ګډوډۍ د دې سبب شوي چې ونه کړای شي هغسي کار وکړي چې زړه یې غواړي.

سلیم کندوزي ۱۶ میاشتې پخوا د ننګرهار والي وټاکل شو. تر دې وړاندې نوموړی د کرنې او اوبو لګونې وزارت معین و.

کندوزي په ننګرهار کې د خپل ولایت په نژدې یو نیم کلنه دوره کې خپلې بریاوې زیاتې وبللې.

د ده د ولایت په موده کې په ننګرهار کې د داعش ډلې سر راپورته کړ او د ننګرهار لږ تر لږه درې ولسوالۍ یې ونیولې.

د سلیم خان کندوزي د ټاکل کېدو په هماغه لومړیو وختونو کې ویل کېدل چې په ننګرهار کې د درو  زورواکو کورنیو له همکارۍ او خوښې پرته د سلیم خان کندوزي په شان کسان، چې ډلې او پرې نه لري، په اسانه کار نه شي کولی.

د افغانستان مرکزي حکومت تراوسه پوري د سلیم خان کندوزي د استعفا په اړه څه نه دي ویلي.

3 thoughts on “د ننګرهار والي استعفا وکړه”
  1. IN THIS TIME MANY PROJECT IN DIFFERENT STATE ARE UNDER WORK,
    BUT NANGARHAR IS FORGOT,
    ALSO MANY WATER&ELECTRICITY PROJECT WANT TO BUILD,
    WHY KUNER RIVER WATER&ELECTRICITY PROJECT NEXT TO KAMA&KUNER
    PROVINCE IS NOT IN PLAN,
    I HOPE GOVERNMENT PAY ATTENTION TO NANGARHAR,
    MANY YOUNG WOMENS GRADUATE FROM INSTITUTES SET AT HOME UNEMPLOYEE,
    MORE PAPULATION IN JALALABAD.
    UNEMPLOY AND POVERTY IS OTHER PROBLEM,IN JABD CITY YOU WILL SEE
    HUDREEDS OF POOR PEOPLES,
    THANK YOU

  2. سلام
    کندوزي صاحب مه خفه کيږه که په ١٦ مياشتو کې تا د ننګرهار نفس وويست خو کرزي خو په ١٤ کلونو کې د افغانستان نفس په نازولو دومره د بربادۍ سره مخامخ کړ چې نن سبايي همغه نازولي په غونډه کې رټي. پوهه پوځ ته ضرورت نه لري.تر څو پورې به کار اهل کار ته نه سپارل کيږي چې د فساد لومړي لامل دى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *