احمد خوشبین عکاس دی. ابله ورځ یې زما عکس اخیسته. جالبه خبره یې وکړه، چې د خیال او فکر یوه نوې کوڅه یې را ته وښوده. احمد ویل عکس دې طبیعي رڼا ته اخلم. بهر ووتو. شا وخوا یې وکتل. ویل یې عکس باید سیوري ته واخلو. هلته د دېوالونو سیوري هم وو او د ونو هم. احمد یوه شېبه شا وخوا و څارله. یو لوی سل کلن یا تر دې هم د ډېر عمر چینار یې په نخښه کړ. ویل یې دغه ځای کې ودرېږه.

د احمد د هنر پنځولو دې ژوندۍ هڅې بل لور ته بوتلم. د ادبي تخلیق خوا ته.

سیوری، سیوری دی. ما او تا ته فرق نه کوي چې د څه شي سیوری، ځکه چې زه او ته سیوري ته یوازې له لمر سره د تناظر له اړخه ګورو. احمد له سیوري بل څه غوښتل. هغه له سیوري رڼا غوښته. هغه رڼا چې مخامخ له لمره راځي د هغه د هنر له پاره نه وه مناسبه خو دا بله، چاپېریال منعکسه کړې رڼا بیا هنري رنګ لري. دلته هم هر دېوال، هره ونه خپل سیوری لري چې زه او ته یې، په خپل ظاهر بین نظر نه شو سره بېلولای خو د احمد هنرمنو سترګو په دې سیورو کې د عکس له پاره د رڼا ترکیب لټاوه.

د خبرو هنر، د انځور له هنر سره چندان توپیر نه لري.

انځورګر (له عکاس نیولې تر نقاش، مجسمه جوړوونکي او ان د کمپیوټري ګرافیک متخصص پورې) له رڼا او رنګونو سره کار لري. هلته سیوری هم رڼا ده او تیاره هم د رڼا یو بېل ډول تبلور دی. هغه زما انځور چې احمد اخیستی، شاید اکثره لیدونکي یې په شعوري ډول یوازې زما انځور و بولي خو د هر لیدونکي تحت الشعور او لاشعور په کې یو څه نور هم لیدای شي او دا همدغه د تحت الشعور او لاشعور لیدل شوي څه دي چې موږ وایو «ولا ښکلی انځور یې اخیستی دی!»

د خبرو په هنر کې (له شعره نیولې، تر داستان، طنز او راپورتاژ پورې) هنرمن له وینا او مانا سره کار لري. بریالی هنرمن بیا هغه دی چې د اثر ناویلې برخه یې همدومره اهمیت پیدا کړي لکه د اثر ویل شوې برخه. شاعر به د خپل شعر له پاره ښکلي کلمات را پیدا کړي، نوي تصویرونه به وتراشي؛ داستان لیکونکی به دقیقه صحنه سازي وکړي، ډایلاګونه به جوړ کړي؛ د تکل لیکونکی به ځان د  موضوع تل ته ورسوي خو یو بل څه هم شته چې هنر ته ښکلا وربخښي، هنر تلپاتې کوي. دا هغه څه دي چې د هنرمن (شاعر یا لیکوال) په اثر کې یې په ظاهره نه وینو، لکه د احمد په عکاسۍ کې چې د چینار سیوری نه وینو.

استاد غضنفر کله کله د کلماتو ضمني مانا ته اشاره کوي. د سپین له پاره د واورې، مالوچو او بتې مثالونه بې تفاوته نه دي. سپین خو درېوارړه افاده کوي مګر هغه ځلا چې د واورې په سپین کې شته، هغه نرمي چې له پاغوندې سره مله ده او هغه ژوند چې د بتې له وزرونو سره تړلی، سره بېل دي.

کله داسې هم کېږي چې د یوې خبرې نه کول هم د بلې خبرې تر کولو ډېراغیز وښندي. که وږی لاروی د غنمو د پټي پر پوله روان وي‎، لازمه نه ده چې په کیسه کې دې ډوډۍ یا ډوډۍ ته د زړه کېدلو خبره وشي. همدا د شنو، نویو راټوکېدلو غنمو بوټي لوستونکي ته هغه مفهوم په لاشعوري ډول وریادولای شي او د هغه په ذهن کې یې کښېنولای شي.

ځینې لیکوال دغه ټکي ته رسېدلي وي خو د عمل په ډګر کې یې بیا لار ورکه کړې غوندې وي. د شلمې پېړۍ د وروستیو کلونو لیکوال او شاعر چې د ابهام توره کارولې شاید ناویلی هدف یې همدغه د سل کلن چینار سیوري ته رسېدل وو. ممکن ځینو پیدا کړی هم وي خو نه ویل تل د ابهام په مانا نه وي. په هنر کې ابهام که په غور سره تنظیم شي بې ګټې نه دی خو که هسې د ابهام له پاره ابهام وي، یا د مطلب د نا دقیقې افادې له امله پیدا شوی وي نو، له د اثر له هنري کېدلو سره خو بېخي مرسته نه کوي لا، کېدای شي چې د اثر جذابیت هم له منځه یوسي.

که لیکوال او شاعر د خپل اثر د تورو او ټکو د شرنګ او عمومي فضا تر څنګه هغه څه هم په خیال کې وساتي چې د ناویلو خبرو له لارې یې خپل لوستونکي‑ اورېدونکي ته لېږدولای شي نو تاوان به یې نه وي کړی.

په تاند کې د لیکوال نورې لیکنې

2 thoughts on “سیوری او انځور/ نجیب منلی”
  1. یله بیله چې له مودو ، هغه هم دکرزي صاحب له بې عزته کیدو وروسته مو ستاسې له خوا بیا یوڅوادبي کرښې ولوستي ، خدای دوکړي چې اصلي انځور مو په سیوری او یا رڼاکې موږ هم وګورو …. ! بریالی اوسی
    زرین ګل اندیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *