تاند- سعودي عربستان پرون /یکشنبه/ خپلو ټولو وزارتونو او دولتي ادارو ته امر وکړ چې نور د هجري قمري کال پر ځای له میلادي کاله کار واخلي.

په سعودي عربستان کې له ۸۶ کلونو راهیسي هجري قمري سنه معمول ده.

د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس د راپور له مخې، په میلادي هغې د قمري کالهیندارې د بدلولو پرېکړه د سعودي عربستان د کابینې له لوري شوې ده.

تر دې وړاندې درستو دولتي مامورینو او د خصوصي موسسو کارکوونکو ته د قمري میاشتو په پای کې معاش ورکول کېده خو له دې وروسته به د میلادي میاشتې په پای کې ورکول کېږي.

د دې تغییر له کبله به په سعودي عربستان کې ټول مامورین د نیمې میاشتې معاش له لاسه ورکړي.

هجري قمري کال تر میلادي ۱۱ ورځې کم دی.

سعودي عربستان په نړۍ کې یوازینی هیواد و چې قمري کال پکې رواج و. خو د دې له امله چې قمري کال ډېرې ستونزې لري سعودي عربستان هم اړ شو چې دا سنه لېري کړي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د هجري لمریز کال په ځای قمري کال تحمیل شو.

5 thoughts on “په سعودي عربستان کې قمري کال په میلادي بدل کړ”
  1. دا چه اوس نری د نریوال خواته روانه ده نو باید هر هیواد زان هم عیار کری ورسره نو دا چه په نری کی عیسوی تاریخ رواج دی عربستان هم مجبور دی چه دا تحمیل کری په دی کی به انشالله داسی کوم مشکل نه وی

  2. قدرمنو سلامونه اونیکې هیلې !
    په زړه پورې خبر دی. خو د دې خبر په پای کې ستاسو تبصره د ژونالسټیکي اصولو خلاف ده . دا چې د طالبانو پر مهال قمري نیټه کارول کیدله دا د هغه وخت د طالبانو د واک پریکړه وه . تاسو ته نه ښايي چې لوری ونیسئ او د تحمیل ټکی ولیکئ. تاسو نو په دې شمسي نیټې ډېر نازیږئ چې یوازې په صفوي فارس کې کارول کیدله او کارول کیږي او نوره پرمختللې نړۍ ورنه خبره هم نه ده . او دا زموږ خوارو واکمنانو هم د وینځې وینځې ته ناست وو او دي. کالهینداره باید نړیواله وي .

  3. مظاهری وکری افغانان نو کوم کار ته جور دی تغیرات په خپل مملکت کی بل چا راوستلی دعوی تاسو سره وهی.موژ خپل مشکلات باید حل کرو نه دبل هغی.

  4. زموژ په هيواد کی سه روان دی سه حالت دی تاسی د نورو په کارو کار لری های های افسوس آلله ج دی را جوره کری ؟؟؟؟؟

  5. دا خو شه کار نشو چه غریب خلک نیم میاشت کم شو سعودی بایدپه بین‌الملی کارو کشی باید له میلادی کال نه کا اخیسته وای په چنگه هم لمریز کال وای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *