ژباړه: شکر الله لېوال
د چین سوداګرو په دې وروستیو کلو کې د نړۍ له بیلا بیلو برخو د خرو د رانیولو لوی تجارت شروع کړی. د سی ان ان د خبر له مخې د افریقا ځینو هېوادو چین ته خرو په صادرولو بندیز لګولی، د را پور له مخې افریقايي هېوادونه د بندیز لامل د دوی په خپلو هېوادو کې خرو ته اړتیا ښودلې او دا یې په ډاکه کړې چې چین ته د خرو په صادرولو سره په ډیرئ افریقايي هېوادو کې خرونه کم یافته او یا هم په نشت شمېرل شوي.
نایجریا یو له هغو هېوادونه ده چې په تیرو دریو کلو کې د هر خره قیمت پکې درې برابره لوړ شوی . نو له همدې امله دې هېواد چین او نورو آسیایي هېوادو ته د خرو په صادرولو کلک بندیز لګولی.
اوس پوښتنه داده چې چین له نړۍ ولې خرونه پیري او څه پرې کوي؟
د نیویارک ټایمز د را پور له مخې چینایان د خره له پوستکي جلاتین تولیدوي، چې د چین سنتي طب له مخې له دې مادې د سر ګنګسي، کم خوبۍ، زنانه امراضو او د وینو د جریان منظم کېدو د درملنې لپاره ترې ګټه اخلي.
اوس مهال د چین په هېواد کې د خرو جمعیت په نشت حسابیږي له همدې امله د نړۍ دا صنعتي هېواد سخت په لټه کې دی چې له نورې نړۍ خرونه خپل هیواد ته صادر کړي.
د سی ان ان د یو بل را پور له کال ۱۹۹۰ نه تر ننه پورې د خرو شمېر په دې هېواد کې له ۱۱ میلیونونه ۶ میلیونو ته را ټیټ شوي.
د نایجریا یو ه چارواکی بی بی سه ته ویلی چې په روان کال کې د ۸۰ زره خرونه له دې هېواد نه صادر شوي او دا شمېره ښه یي چې په وروستیو کلو کې د خرو صادرات له دې هېواد نه درې برابره شوې. د نایجریا د دې مقام له خولې که چېرې د خرو د صادراتو دا لړی همداسې دوام و مومي نو لرې نه ده چې په دې هېواد کې د خرو نسل له ورکې سره مخ شي.