تاند – په هندوستان کې د روسیې سفیر الګزاندر کډکین وایي چې روسیه د هندوستان له خوا د پاکستان د ترهګریزو پلانونو د شنډولو لپاره د دغه هېواد د دریځ ملاتړ کوي.

د رسنیو د راپورونو په اساس، هندوستان د سپتمبر په ۲۹مه د پاکستان د پوځ او نظامي استخباراتو له خوا د ترهګرو د روزنې پر مرکز چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې وو عملیات وکړل چې دوه پاکستاني پوځیان په کې ووژل شول.

هندوستان دغه حمله وروسته له هغه ترسره کړه چې د پاکستان له خوا حمایه کېدونکیو ترهګرو د هند ۱۶ تنه پوځیان په یوه ترهګریزه حمله کې چې د هند په یوه پوځي اډه یې کړې وه ووژل.

انډیا ټایمز هندي ورځپاڼه په هندوستان کې د روسیې د سفیر ښاغلي کډکین له قوله لیکي، «کله چې ترهګر په هند کې په پوځي تاسیساتو او سوله ییزو ملکیانو باندې حمله کوي، لویې بشري سرغړونې ترې رامنځته کیږي. مونږ د هند له خوا د ترسره شویو سرجیکل سټرایک یا جراحي حملې ملاتړ کوو.»

بلې خوا ته د هندوستان ټایمز په نامه د هند یوه بله مشهوره ورځپاڼه لیکي چې د هند حکومت د سپتمبر په ۲۱مه په هندوستان کې د پاکستان لوی کمېشنر عبدالباسط ور وغوښت او د پاکستان له خوا یې په سیمه کې د ترهګرو د روزنې په هکله خبرداری ورکړ.

ویل کیږي چې په وروستیو وختونو کې پاکستان هڅه وکړه چې ځان روسیې ته نژدې کړي او په دې لړ کې یې روسي پوځیان خپل هېواد ته ور وغوښتل چې ګډ پوځي تمرینونه ورسره وکړي. په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي یو شمېرعکسونه ښیي چې پاکستانیانو د ښه راغلاست په بینرونو دغه هېواد ته ورتلونکي روسي پوځیان د ورونو په نومونو یاد کړل خو داسې ښکاري چې لا هم روسیه په پاکستان باندې اعتماد ته زړه نه ښه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *