تاند- وسله والو طالبانو نن /دوشنبه/ د کندوز ښار مرکزي برخې له سختې جګړې وروسته ونیولې او د دغه ښار په چوک کې یې خپل بیرغ پورته کړ.

طالبانو تېر کال په همدغو ورځو کې کندوز ښار د لنډې مودې لپاره نیولی و.

طالبانو تېره شپه ۲ بجې د کندوز ښار په شاوخوا کې څو مهمې سیمې ونیولې او د نن ورځې په اوږدو کې وتوانېدل چې د ښار مرکزي برخې هم ونیسي.

2د کندوز د ولایتي شورا غړیو او مشرانو نن سهار خبرداری ورکړی وو چې که دغه ښار ته فوري مرستې ونه رسېږي، نن شپه به یې د دولت وسله وال مخالفان ونیسي.

د کندوز د ولایتي شورا یوه غړي امرالدین ولي رسنیو ته وویل چې طالبانو د کندوز امنیه قومانداني او د والي دفتر نیولی او یوازې یې هوايي ډګر نه دی نیولی.

ګومان کېږي چې د کندوز چارواکي هوايي ډګر ته تښتېدلي دي.

ولي وویل چې حاضردمه سخته جګړه د ملي امنیت په ریاست کې روانه ده.

طالبانو ویلي چې دوی په کندوز ښار کې ګڼې پوستې نیولي خو ټول ښار یې لا نه دی نیولی.

شاهدان وايي چې طالبان نن ماسپښین د ښار مرکزي برخو ته ورسېدل او د مرکزي چوک په شمول یې د ښار اصلي برخې ونیولې.

طالبانو ویلي چې دوی په کندوز ښار کې ګڼې پوستې نیولي خو ټول ښار یې لا نه دی نیولی.

د کندوز ولایتي چارواکي وايي چې والي، امنیه قوماندان او د ملي امنیت رييس سره له دې چې په ښار کې د لویو چاودنو او ډزو ږغونه اورېدل کېږي، له دغه ښاره وتلي نه دي.

نن غرمه د کنذدوز والي اسد الله عمر خېژل یوې خبري غونډې ته ویلي و چې چې امنیتي ځواکونو د طالبانو حملې په شا تمبولي دي.

دوی ونه ویل چې دغه چارواکي د ښار په کومه سیمه کې دي.

د کندوز د روغتون سرچینې وايي چې شاوخوا ۵۰ ټپیان او یو مړی وروړل شوی دی.

ډاکتران وايي چې تقریباً ټول ټپیان ملکیان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *