د اقتصاد په پوهنځۍ کې استاد د پولي سیاست په نوم مضمون تدریس کا و، په شاته څوکۍ کې ناست محصل چې اوږدې جامې، خیرنه خولۍ او غټ واسکټ يې پر تن وو، تروش تندی نیولی او په غوسه ښکارېده، د استاد ور ته فکر شو، پوښتنه يې ترې وکړه.
ولي نا ارامه يې؟

محصل ورته وايي، استاد! ته خو ټوله ورځ په سیاست کې خبرې کوې، لږ به له دې سیاست نه تېر نه شې.
د دې تر څنګ کله چې په مجلس، پوهنتون، بحثونو او نورو ځایونو کې د سیاست کلمه کارول کیږي یا د سیاست خبرې کیږي، هیڅوک هم نه غواړي په دې موضوع خبرې وکړې، یا هم په خبرو کې ځان ور شریک کړي. ټول خلک د سیاست له نوم اخستلو سره اساسیت لري، د سیاست په نوم اوریدلو سره نا ارامه کیږي، له سیاسي خبرو نه يې بد راځي، ډېری وخت يې په دفترونو او کار ځایونو کې په غټ خط لیکلي وي، سیاسي خبرې بندې دې، په سیاست کې ښکېل کسان خو ورته لیوان ښکاري. داسي فکر کوي، چې دا سړي خواره دي انسانان خوري، تل غواړي له دا ډول کسانو نه لري وګرځي، ورسره ناسته ولاړه، خپلوې، دوستې او له ملګرتیا نه په ځان لري ساتلو کې خو ورته ځان مسلمان ښکاري او هیڅ کله نه غواړي چې له کوم سیاستمدار سره دي کومه اړیکه ولري.
ولي افغانان له سیاست نه دومره نفرت او نوره نړۍ له سیاست سره مینه لري؟
افغانان ځکه له سیاست نه دومره کرکه لري، چې د دوئ سیاستمدارانو يې د سیاست له نامه غلطه ګټه اخیستې، د دوئ سیاستمداران په سیاست نه پوهیږي، د دوئ په سیاستمدارانو د نورې نړۍ سیاستوالو سیاست کوی، د دوئ د سیاستوالو تاریخي کړنې عمل ټول، له افغان وژنې او افغانستان ورانونې به څه په کې نه شته.
دوهمه خبره د دوئ یو طرفه معلومات، کمه پوهه او یوازي د افغاني سیاست مطالعه او د نړیوال سیاست نا خبري دی.
مثلا که چیرته موږ یو ځای د میرمن هیلري کلینټن او بهزاد او پدرام په سیاسي کړنو، مبارزې او د خپل هیواد لپاره په تر سره شویو کارونو خبرې کوو، دوئ دواړو ته په یو نظر ګوري له دواړو نه کرکه کوي او د دواړو په اړه فکر کوي، چې دوئ ویره اچونکي دي، انسان وژونکي دي، هیواد ورانه ونکي دي او کوشش به کوي چې له دا ډول خبرو نه لري ووسي.
خو په اصل کې داسي نه ده، کلینټن یوه مبارزه، په هیواده مینه او خپلي خاورې ته وفادره میرمن ده او پدرام او بهراد بیا برعکس عمال تر سره کړی.
نو اوس خبره دلته روښانه کیږي، چې خبره په سیاست کې نه ده، ستونزه په سیاست کې نه ده، سیاست بده نه دی، له سیاست نه کرکه په کار نه ده، خبره د سیاستوالو ده، هغه څوک چې په سیاست پوهیږي سیاست يې مطالعه کړی وي او سیاسي تجربې لري، هغو په سیاست سره هیواد اباد کړی، له سیاست سره يې د خلګو مینه پیدا کړه، د سیاست په ارزښت يې پوه کړل، د سیاست په وجه يې خپل اقتصاد جوړ کړ، د سیاست په وجه په نړۍ پاچاهې کوي او نن يې ولس یو شریف او نجیب ولس دی.
زموږ د همدې سیاست والو په سیاست نه پوهیدل، له سیاست غلطه ګټې اخستنې او د نورو تر سیاسي فشار لاندي راتللو له لاس مو په هیواد کې جنګ دی، هیواد مو وران شو، دری میلیون کسان مو ووژل شول، د بل غلامان شو، ټوله نړۍ په افغانانو ډګه شوه او وطن مو د نورو د سیاست ډګر شو.
نو کرکه له سیاست نه په کار نه ده، ستونزه په سیاست کې نه ده او سیاست بد کار نه دی، بلکي کرکه له نا پوه سیاستوالو په کار ده او په حقیقت کې ځان په سیاست پوهول په کار دي.