تاند- افغان امنیتي ځواکونو په هلمند کې د ناوې ولسوالي او د کندوز ښار ځینې برخې بېرته نیولي دي.

د هلمند د ناوې ولسوالي پرون /دوشنبه/ سهار مهال وسله والو طالبانو ونیوله خو د ورځې په پای کې د افغان امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې له طالبانو بېرته ازاده شوه.

د طالبانو لاس ته د ناوې ولسوالي د لوېدو په جګړه کې د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان له دوو پولیسو سره ووژل شو او نهه تنه نور سرتېري ژوبل شول.

د کندوز د ولایتي شورا د غړي امرالدین ولي له قوله باسټن ګلوب ورځپاڼې ویلي چې طالبانو امنیه قومانداني، د والي د دفتر ودانۍ یا مقام او د ملي امنیت ریاست طالبانو نه دي نیولي.

له بلې خوا د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وايي چې کندوز ښار ته تازه دمو امنیتي ځواکونو د ښار مرکزي برخې له طالبانو بېرته نیولي دي.

تراوسه پوري وسله والو طالبانو د افغانستان د حکومت د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو پرون مازدیګر د کندوز ښار چوک او ګڼې نورې مهمې سیمې ونیولې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *