بدلون
 د سنبلې ۳۱- مه = سپټمبر ۲۱- مه، د سولې نړیواله ورځ ده؛ دا ورځ په ټوله دنیا کې د سولې د ستر انساني ارزښت په موخه لمانځل کیږي؛ دا موکه د جنګځپلو هیوادو لپاره باید لا ډېره مهمه اوسي او د افغانستان لپاره خو یې اهمیت تر بل هر ځای لا زیات دی، ځکه زموږ محبوب هیواد د ډېرې اوږدې و بې فایدې جګړې قرباني دی، داسې جګړه چې نور یې نو د افغانانو لپاره مطلق زیان له هیچا څخه هم پټ نه دی؛ ډېر هغه کسان، چې یووخت یې د دې ناانساني جنګ د قدسیت د تبلیغ لپاره ژوند وقف کړی وو او دا تباکوونکې پردیپاله جګړه یې د جهاد په نوم، د خدایتعالی په لار کې، تر ټولو ستره فریضه بلله، نن یې عملاً پر زیان و بطلان اعترافات کوي. د افغانستان د بې هدفه جنګ د کرغېړنتیا یو تر ټولو غټ ثبوت، د افغانستان له ملي وحدت حکومت سره، د میزان پر اوله، د لوی جنګیالي محترم ګلبدین حکمتیار د سولې هوکړه لیک لاسلیک دی؛ نوموړی او ورته نور جګړه مار، پوه شوي چې تشدد و مرګ- ژوبلې، نور نو د افغان ولس په جمعي ذهن کې مشروعیت و قدسیت بایللی، ځکه افغانانو په هډوپوست درک کړه چې د افغانستان هر جنګ، هغه که د جهاد په نوم وو یا په کوم بل مقدس نوم، زموږ د بې عزتۍ، یومخیزې تباهۍ او مادي و معنوي غریبۍ سبب شو، اوښکې و وینې، خاورې و ایرې، ورانۍ و کنډوالې، زخمونه و جنازې او بېچارګۍ و سپېرې خولې یې زموږ په قسمت ورسېدې، خو ګټې و چړچې یې د پردیو په مقدر کې لیکلې وې. مخکې به یوازې خاص کسان په دې پوهېدل چې د افغانستان هر جنګ د پردو د ګټو تامینوونکی دی، مګر چا یې پر سرناوو غوږ نه نیاوه، ځکه د افغانستان په بحران کې دخیل مغرض هیوادونه دومره هوښیار ول چې د افغانانو پر هغه ډېر حساس رګ یې ګوتې ور ایښې وې؛ مثلاً، په خورا مهارت یې زموږ بې وس ولس ته ور تلقین کړې وه چې د افغانستان د تباهۍ هر جنګ جهاد دی، او جهاد پر هر مؤمن داسې فرض دی چې د مور و پلار اجازه هم نه غواړي؛ که کوم په اصلې لوبه پوه شخص به د دې پردۍ توطیې د رسوایۍ هڅه کوله نو هوښیار دوښمن به خپله په خپل ولس واهه، په دې تور چې ګواکي دا ګمراه شوی دی، ځکه د خدایتعالی د حقې فریضې پر ضد ږغ کوي؛ د فرضو منکر کس به اتومات کافر او پر کافر هم جهاد فرض عین وو؛ د دې ادعا واضح بېلګې د همدې جهاد مهال، په پاکستان کې د افغانستان د مفکر و فیلسوف لیکوال ډاکتر پوهاند بهاؤالدین مجروح، د مفکر لیکوال استاد ګل پاچا الفت د زوی، عزیزالرحمن الفت او لسګونو نورو د ملي فکر څښتنو او په ګېم پوه اشخاصو ترور او د مشهور ډيپلوماټ، حساس لیکوال و شاعر عبدالرحمن پژواک، ډاکتر صمد حامد او لسګونو نورو وطنپرستانو و د شعور خاوندانو شړل، یا یې پر سیاسي فعالیتو بندیزونه لګول ول؛ جالبه هم دا چې د دې ویښو افغانانو د ترور و تبعید تورونه هم د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ، د حزب اسلامي په لمن پوري دي او دا دی نن د غونډو عوامو هم په دې سر خلاص شوی چې زموږ جنګو و جنجالو تل موږ د تیارو پر بلاګانو او بېګانګان یې د پرمختګو پر رڼاګانو اړولي دي. زموږ خلکو په خپلو سترګو ولیدل چې اول خو همدې د پردي جنګ چلوونکو مجاهدینو، د مرحوم داؤد خان د مشروع حکومت پر ضد، د پاکستان په مخامخ تربیه او د دغه هیواد د هغه وخت د صدر ذوالفقار علي بوټو په ډایرکشن بغاوتونه وکول؛ مرحوم احمد شا مسعود په پنجشېر او ښاغلی حکمتیار په لغمان کې شرارت ته را ووتل، خو حکومت یې سابه ښه ور په مالګه کړل. د ثور کودتا د امریکا، پاکستان او ټول غرب لپاره تیاره لنګه غوا شوه؛ امریکا د خپل لوی حریف، شوروي اتحاد د وهلو لپاره افغانان د جنګ په اول صف کې د مقدسترین جهاد په نوم ودرول؛ چې خپل سیال یې په را چپه کړ نو د بېغمۍ سا یې واخیسته؛ د جهاد اتلان یې په خپلو منځو کې داسې سره واچول چې په مکه مکرمه و مدینه منوره کې، پر سپېڅلي قرآن لاس ایښوولو او د الله تعالی په ستر نوم سوګند خوړلو هم د سولې پر صفا ټغر را ټول نکړای شول؛ او د هسې جنایاتو نوښتګر یې کړل چې کمونیزم و اخوانیزم دواړه ورته هېښ پاته شول؛ د جهاد ملاتړو مؤمنانو ته مسلسل ناحله سوالونه پیدا شول چې آخر د خدای لار دا شوه؟ د جهاد نتیجه دا را وخته؟ د اعلاء کلمةالله شعار داسې شر و فساد شو؟ طالبان د دغه شر و فساد په مقابل کې، د یوه بل برحق جهاد په اعلان سره را پورته شول، په کندهار کې د افغانستان ۱۵۰۰ جیدو علماؤ د مجاهدینو پر ضد د جهاد فتوا ور کړه؛ خپل مشر یې په امیرالمؤمنین رحمه الله ملقب کړ او هغوی نو د خپلو عجایبو پالیسیو په پایله کې، درست افغانستان غونډ- منډ د امریکا پښو ته ور وغورځاوه او دا چې دلته د دغه ابر قدرت وجود ښه تضمین شي او د تلپاتېدو مجوز یې ښه معتبر شي نو په وړاندې یې یوه بل جهاد ته دوام ور کړ او اوس د دې مسلسلو یرغلو و غوبلو د نتایجو لاعلاجه زهر، هر افغان انسان د خپل ځان په ذره- ذره محسوسوي او سمدم یې سر خلاص شوی چې په افغانستان کې جنګ، د هر چا له خوا، په هر وخت کې او په هر نوم مطلق مردود و ناروا دی او د ښاغلي حکمتیار د سولې تړون دا حقیقت نور هم لمرین و ثابت کړ، خکه له یوې خوا، همدا حزب اسلامي وو چې د جهاد په حماسه کې یې د همدې امریکا و اسرائیلو څخه تر بل هر تنظیم زیاتې وسلې و پیسط اخیستې؛ بیا همدا حکمتیار وو چې دا ۱۶ کاله له افغان انتخابي حکومتو سره، د همدې امریکې د ملاتړ په مخالفت کې وجنګېد او نن همدا لوی مجاهد، په داسې حال کې د سولې تړون کوي چې نه امریکا له افغانستانه وتلې ده، بلکې ستراتیژیک تړون لا د لاسه ور سره شوی؛ نه په اساسي قانون کې کوم بدلون راغلی او نه هم کوم بل تغیر لیدل شوی، بلکې ټول ارزښتونه پر خپل ځای پاته دي؛ محترم حکمتیار که له یوې خوا، په خپل ټول تاریخ کې، په خشنو سیاستو کې له مسلسلو شکستو سره مخ شوی، له بله اړخه نوموړی پوه شوی چې د افغانانو لپاره موجود ډیموکراتیک ارزښتونه او ملي- سولییز ژوند تر بل هر څه ارزښمن دی او د خلکو ارزښتو ته په سپکه کتل، ځان سپکول دي؛ دا واقعیت طالبانو او نورو ټولو وسلوالو ته هم باید روښانه شوی وي چې په سوله کې هم د دوی عزت دی، هم د افغانستان؛ او جنګ په اول ګام کې د پاکستان او نورو مغرضو ګاونډیو په ګټه دی خو په لوی سر کې د هغه امریکا لپاره، د هغه د اوږدمهالو ستراتیژیو پر ژرندو اوبه ور ماتول دي چې همدا مجاهدین یې په مقبل کې په مقابله بوخت دي. موږ ته که له یوه اړخه، په تاوتریخوالي د معتادینو لپاره سولییز سیاست سخت ایسي نو پر بله خوا، دمګړی د سولې هر ګام و اقدام ته هرکلی وایو خو په یوه لازم فرصت کې، د ټولو جنګي جنایتکارانو لپاره د انتقالي عدالت پروسه و دعوه هم هیڅکله نه هېروو. په افغانستان کې د تلپاتې سولې په هیله! سرليکنه/ اداره
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۴۴ مه / پرلپسي ۹۶ مه ګڼه/چهارشنبه/ ميزان/۷/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *