سوله به د هر انسان او ټولې انسانې ټو لنې لپاره مهمه وي؛ سوله به د غونډ افغانستان تر ټولو ستر ضرورت وي، خو سوله د هلمند ولایت لپاره ځکه تر ګردو حیاتې اړتیا ده چې دلته هلمندی انسان د داسې یوه جنګي بحران ښکار دی چې خبره یوه یومخیز بشری ناورین ته وتلې ده؛ پر دې اساس موږ د سولې د نړیوالې ورځې (د سنبلې ۳۱- مه) مبارکې سراسر دنیا، ټول افغانستان او ګرد هلمند ته وایو؛ موږ ته سوله تر هر څه مهمه ده، ځکه چې نه یې لرو؛ ګوندې دا مبارکې را پورې نېکمرغه شي او د دایمې سولې خاوندان شو.
موږ د سولې د ورځې په مبارکه موکه، د افغانستان له یوې جنګي ډلې (اسلامي دنظیم) سره د سولې تړون لاسلیکول په نېک فال نیسو او ورسره په عین وخت کې، د لاتینې امریکا په یوه کورني جنګځپلي هیواد، کولمبیا کې، د ۵۲ کلنې جګړې اختتام، د یوه سولییز تړون په ترڅ کې لوی زېری ګڼو؛ هغه په دې دلیل چې له یوې خوا د ځمکې د کرې په یوه برخه کې، یوه بشرې کتله له سولییز ژوندانه څخه برخمنه شوه او موږ په دې ډېر ښه پوهیږو چې د جنګ درد څنګه وي؟
له بله اړخه به، ګوندې په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت او د حزب اسلامي او په کولمبیا کې د دولت او د هغه د مخالفې فارک ډلې تر منځ د سولې له تړونو څخه د افغانستان او نړۍ وسلوال دا انساني الهام واخلي چې هیڅ یوه جګړه په چګړه سره یو مخ له منځه تلای نه شي بلکې دا سوله ده چې له بېسارې انساني خاصیت څخه برخمنه ده او هیڅ یوه جګړه، که بریالۍ هم وي، د یوه انسان د وینې په تویولو نه ارزي.
په کولمبیا کې هم د حکومت مخالفان د مخدره موادو له بشرضد کاروباره تغذیه کېدل او ۵۲ کاله یې هغوی ته د بشر ضد جنګ توان ور کړ؛ په هلمند کې هم د بشرې فاجعې سرچینه همدا نشیي توکي دي چې هم یې دنیا، هم افغانستان او په ځانګړې توګه هلمند پر لوی شر اړولی دی.
د مخدره موادو ګټه د یو څو مافیایي کړیو جېب ته ځي، خو د غم پر ټغر یې غونډ هلمند، افغانستان او لوی سر کې جهان کښېنولی دی؛ ځکه نو باید ټول ولسونه د یوې تلپاتې سولې لپاره لاسونه سره ور کړو؛ یو ګډ د سولې ږغ پورته کړو او په دې توګه، د هر نامشروع کاروبار مخه ونیسو. د سولې و ثبات یو لوی لامل هم د حکومتي فساد اختتام او خلکو ته خدمات رسول دي؛ هیله ده چې دولتي چارواکي دې مهم اصل ته جدي توجه وکړي او د سولې د بنسټو په را منځته کولو سره د ټولو د سرلوړۍ امکانات برابر کړي. موږ د سولې ژغورونکی ږغ پورته کړ؛ تاسو څنګه؟ لېډينګ سټوري/ اداره
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۴۴ مه / پرلپسي ۹۶ مه ګڼه/چهارشنبه/ ميزان/۷/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *