تاند- دا سړی (Beefcake Valdir) نومېږي، ۴۸ کلن دی. ده ځان ته د یو ډول غوړو په پیچکاري کولو خپلې عضلې له ۱۲ اینچو ۲۳ ته غټې کړي دي.

د برازیل د ساو پاولو اوسېدونکی (Beefcake Valdir Segato) وايي چې د هالیووډ پخواني ستوري ارنولد شیوارزنیګر او د هولک (Hulk) په شان افسانوي کرکتر دې ته وهڅاوه چې خپلې عضلې غټې کړي.

2ده دا هڅه ۵ کاله پخوا پیل کړه او په دې موده کې یې خپلې عضلې دوه برابره پړسولي دي.

دی وايي، سره له دې چې د غوړو تزریق غښتلی کړی نه دی، خو لا هم غواړي چې خپلې عضلې نورې هم وپړسوي.

حاضردمه د ده عضلې ۲۳ اینچه دي خو هیله لري چې ۲۷ اینچو ته یې ورسوي.

1

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *