لیکوال: احسان الله ارینزی
په هغه ورځ چې ولسمشر داکتر محمد اشرف غني او ورسره پلاوی، بروکسل ته روان و چې له افغانستان سره د مرستندویه ټولنو او هېوادونو په سرمشریزه کې برخه واخلي، په هېواد کې د ننه جګړو زور ونیو او د څلوېښتو ساعتونو په موده کې د هلمند د ناوې او خانشین ولسوالیو او د هېواد په شمال کې د کندز ستراتیژیک ولایت سقوط وکړ!
کندز له بده مرغه پروسږکال هم په همدې میاشت کې، د لوی اختر په څلورمه د طالبانو لاس ته ورغلی و او دا ده اوس همغه کانه بیا تکرار شوه.
پروسږکال ښار ته د طالبانو د ننوتلو په ورځ کندزیانو ته د سر او مال ډېر درانه زیانونه ورسېدل. نامسووله وسله والو، پاټکیانو، غلو او لارهونکو د خلکو کورونو او دکانونو ته لاسونه اوږده کړل؛ خلکو خپل کورونه، جایدادونه او شتمنۍ په ځای پرېښودل او ځانونه یې خوندي سیمو ته ورسول؛ طالبانو پریمانه وسلې ولجه کړې، یو څو دولتي بېکاره او تحمیلي تنظیمي جنرالانو او ښاغلو د بریالیتوبونو او زړورتیاوو مډالونه وګټل او …
دا دی یو کال وروسته کندز بیا له فاجعې سره مخامخ شو.
دا سمه ده چې دولتي ځواکونه به بیا مرستې ته ورشي او ښار به بېرته ونیسي؛ خو چې په حقیقت سترګې پټې نه کړو، کندز به بیا هم د پخوا په شان د طالبانو په ولکه کې پاته وي او په لویه وضعه کې به هېڅ ژور او بنسټيز بدلون رانشي؛ ځکه بیا هم همغه غر دی او همغه کربوړی! افغانستان ټول د یو څو کسانو په قباله رسېدلی. همغه چې د ښار سقوط عاملین بلل کېږي، مډالونه او رتبې اخلي او خدای یې په سر او مال کې برکت اچوي.
د کندز خلکو، د ولایتي شوری استازو، ځینو مدني فعالینو او د رسنیو استازو په تېر یو کال کې په واز کومي ویل چې طالبان ښار ته په څېرمه او نژدې سیمو کې دېره او په ځینو ولسوالیو لاسبري دي؛ خو ولسمشر او نورو چارواکو، اسدالله عمرخېل، قسیم جنګل باغ، مرادعلی مراد، فرقه 20 او نور به ویل چې (کندز تحت مدیریت است) او هېڅ تشویش مه لرئ.
د حامدکرزی صیب د حکومت له منځنیو کلونو را پدېخوا، د افغانستان د دولت او وسله والو مخالینو تر منځ، د ولسوالیو د نیولو او پرېښودلو کلتور منځ ته راغی. (ناوه) به یوه ورځ د دولت په لاس کې وه سبا د طالبانو، (موسی کلا)، (برمل) او ډېرو نورو هم همدا وضعیت درلود. کله به دولتي بیرغ هورې پورته و او کله د طلبانو سپینه جنډه!
له هغه وخته تر اوسه دومره توپیر راغلی چې د ولسوالیو د نیولو او پرېښودلو ویاړ خپل ځای د ولایتونو د نیولو او پرېښودلو ویاړ ته ورکړی. کندز، ارزګان او هلمند هغه ولایتونه دي چې که ورته ژور او اساسي پام ونه شي، بیا- بیا د سقوط له خطر سره مخامخ کېدای شي.
له نژدې څلوېښتو کلونو راهیسې په افغانستان کې له بده مرغه د پردیو د ګټو جګړې روانې دي. لوبغاړي بدلېږي؛ خو اجندا همغه ده چې ډېره پخوا د نړۍ د دې سیمې او افغانستان د برخلیک په هکله جوړه شوې.
سردار محمد داوود خان، د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند د خلق ډله، د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند د پرچم ډله، مجاهدین، طالبان، مقاومت، ولسواکي او … دا ټول هغه وسایل وو او دي چې د وختونو او ځایونو په توپیر د همغه لوی هدف له پاره لوبېږي او خپل ځای نورو ته پرېږدي!
د استعمار په دوستي ډېر باور نه دی په کار چې کله یې هدف پوره شو؛ خپل ګوډاګیان د تشو القابو په بدل کې د نیستۍ کندې ته غورځوي او نوي خلک په نویو دندو ګوماري!
نو تر هغو پورې چې هغه لوی هدفونه نه وي پوره شوي چې د افغانستان د جګړې له پاره په پام کې نیول شوي، د کندز او هلمند او بغلان او وردګو او کندهار او ټول افغانستان به همدا حال وي چې دی!
سره له دې چې ځینې خلک، کار پوهان، فعالین او رسنۍ د کندز او هلمند د جګړو له پاره په خپل زعم تحلیلونه باسي؛ خو حقیقت دا دی چې په افغانستان کې ډېره یوه پټه، پیچلې، څو اړخیزه او مرموزه استخباراتي جګړه روانه ده. په دې جګړه کې تر اوسه هم نورو ګټې کړي او له دې وروسته به هم نور ګټې وکړي؛ خو زیان افغانستان ته رسي او کورونه پکې د افغانانو ورانېږي!
د کندز او هلمند د فجایعو په درشل کې، باید د هغه جګړې پېژندګلوي او تعریف ته جدي پام وشي چې په تېرو نژدې څلوېښتو کلونو کې یې د افغانستان په ملیونونو خلک وژلي، ټپیان کړي، معیوبان کړي، بېکوره کړي، مهاجر کړي او یو تاریخي وطن یې د لویدلو کندې ته نژدې کړی.
که موږ د دې جګړې په کورنیو او بهرینو لنډمهاله او اوږدمهاله عواملو پوه نه شو، له جګړې څخه د وتلو لار هم نه شو موندلای او همداسې به لالهانده ګرځو.
نو راشي چې په ګډه د لوی فکر او ستر مسوولیت دی بار ته اوږده ورکړو او وطن وژغورو!!