تاند- له نسبتاً اوږدې مودې وروسته یو امریکايي سرتېری د سې شنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې ووژل شو.
امریکايي رسنۍ وايي چې دغه امریکايي پوځي له افغان امنیتي ځواکونو سره د داعش پر ضد د ګزمې په مهال د چاودېدونکو موادو د چاودنې په نتیجه کې ووژل شو.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت د خبرپاڼې پر اساس جګپوړي امریکايي قوماندان جنرال جان نیکلسن وویل چې دا پېښه د افغانستان د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالي کې د پاکستان پولې ته نژدې وشوه.
ده همداراز ویلي چې افغان او امریکايي پوځیانو په دې سیمه کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والو سختدریځو پر ضد عملیات کول.
دا په تېرو دوو میاشتو کې لومړنی بهرنی پوځي دی چې په افغانستان کې وژل کېږي.
د آی کژولټي ویبپاڼې د راپور له مخې په روان ۲۰۱۶ م کال کې په افغانستان کې ۸ بهرني پوځیان وژل شوي دي.
آی کژولتي ویبپاڼه له ۲۰۰۱ څخه په منظم ډول په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د تلفاتو شمېرې خپروي.