تاند-  د کندوز والي وايي چې افغان امنیتي ځواکونو وسله والو طالبانو ته ماتې ورکړې ده.

اسدالله عمرخېل د سې شنبې په ورځ ناوخته رسنیو ته وویل چې په کندوز ښار کې جګړه درېدلې او ګڼ شمېر وسله وال طالبان په جګړه کې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو د دوشنبې په ورځ د کندوز ښار ډېرې برخې د لنډ وخت لپاره ونیولې خو دغه ښار ته د کومانډو ځواک له رسېدو سره طالبان شاتګ ته مجبوره شول.

د کندوز ښاریان وايي، که موقع ترلاسه کړي له دغه ښاره وځي. دوی وايي چې په جګړه کې ډېر خلک وژل شوي دي.

ښاریان وايي چې کوڅه په کوڅه جګړه شوې چې په ترڅ کې یې هم طالبان او هم عام خلک وژل شوي دي.

د کندوز ځینو ښاریانو رسنیو ته ویلي چې پر حکومت یې اعتماد له لاسه ورکړی ځکه چې دوی ته یې د امنیت ډاډ ورکړی و مګر طالبان بیا هم ښار ته ننوتل.

یوه جګپوړي امنیتي چارواکي محفوظ الله اکبري د سې شنبې په ورځ د چین سینهوا خبري اژانس ته وویل «تر ۴۰ زیات وسله وال طالبان د نن سهار په جګړو کې ووژل شول.»

ده همداراز وویل په لسګونو نور وسله وال طالبان ژوبل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *