لیکوال محمداکبر حقمل
هغه کسان کوم، چې خپل ورځني کارونه په خپل وخت نه ترسره کوي یعنې د یوې ورځې کار بلې ورځې ته پرېږدي په حقیقت کې له خپل ځان جفا کوي او خپل ځان له بریا پاتې کوي. نني کارونه د ننۍ ورځې او د سبا کارونه د سبا ورځې لپاره دي، ځکه که چېرې موږ د نن کار سبا ته پرېږدو د سبا کارونه مو زیاتېږي حتی تردې، چې د سبا کارونو ځینې برخې مو شاید د زیاتوالي له امله بشپړ پاتې شي. که مو خپل کار د سبا په بهانه پرېښود په حقیقت کې له ځان سره مو هغه جفا وکړه، چې پایله حتمي نابریاليتوب دی ځکه، چې ناکامي یا نابریاليتوب د لټیو زېږنده ده هغه کسان کوم، چې په خپلو چارو کې پاتې راځي د هغه لامل یواځې لټي ده. لټ کسان بریا ته ژر او اسانه نه شي رسېدلای که ورسېږي هم کوچنیو او کمزورو بریالیتوبونو ته به ورسېږي. بری یواځې د هغه چا په برخه دی څوک، چې زحمت ګالي ځکه بری ډالۍ نده، چې څوک یې درته درکړي. بریاليتوب یا بری په کړاو تېرولو، ستونزو ګاللو او د نن ورځې کار همدا نن کولو سره موندل کېږي. پښتو ژبه هم په دې برخه کې ريښتينې ده له خپل ځان سره همدا ډول متل لري ځکه وايي: «د نن کار سبا ته مه پرېږده!» په دې متل کې یوه نړۍ خبرې پرتې دي. که موږ ځير شو و به ګورو، چې دا متل مو ريښتينې بریا ته هڅوي لټ او وړیا خواره مو نه عادت کوي. په دې متل کې ډېرې خبرې نغښتې دي ځکه، چې وايي همدا نن زیار وباسئ، زحمت وګالئ او د نر په څېر یې وګټئ ترڅو بریالي شئ او خپل ژوند ته مو په خپله خوښه سوکالي او آرامتیا ور وبښئ. هغه څوک، چې د نن کار سبا ته پرېږدي هغه به تل لټ وي خپل ټول کارونه به یې شاته پاتې وي. کله، چې یو څوک لټ عادت شي او کارونه یې شاته پاتې شي د هغه کس سترس یا ذهني فشار به ورځ په ورځ لوړ شي او خپلو کارونو ته به یې سترګې سپینې شي یعنې د خپلو کارونو ترسره کول به ورته ستونزمن ښکاري په ريښتیا هم د داسې حالت په شتون کې بریا ته ځان رسول یو لوی ستونزمن کار دی. که غواړو موږ له دې حالت څخه ځان وژغورو نو باید د هرې ورځې کار په خپل وخت ترسره کړو او ځان لټ عادت نه کړو ترڅو د ډېرو هلو ځلو او زیار په ایستلو سره خپلې اصلي موخې، ريښتينې خوښۍ او بریالي ژوند ته ځان ورسوو. ستاسو ورور محمداکبر حقمل M Akbar Haqmal