تاند- وسله والو طالبانو نن /چهارشنبه/ پر کندوز ښار له دوو خواوو تازه حملې پیل کړې.
د کندوز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ د طالبانو تازه بریدونه تایید کړل، ویې ویل چې دې ډلې نن سهار له جنوب او ختیځه پر ښار بریدونه پیل کړي دي.
ده همداراز وویل چې په ښار کې دننه د طالبانو د پاتې شونو د نیولو او تصفیه کولو لپاره امنیتي ځواکونه کور په کور تلاشي اخلي خو په عین حال کې د ښار په لمنو کې سخته جګړه روانه ده.
جنګل باغ د جګړو په ترڅ کې د مرګ ژوبلو په اړه څه ونه ویل او په دې اړه یې هم نظر څرګند نه کړ چې ایا طالبانو د تازه نښتو په لړ کې د ښار په لور پرمختګ کړی او که نه دی.
په همدې حال کې د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د کندوز د ولایتي شورا رييس محمد یوسف ایوبي وايي چې د دوشنبې له ورځې، چې طالبانو پر کندوز یرغل پیل کړی، په ښار کې د خوراکي موادو بیه درې برابره لوړه شوې ده، برېښنا نشته او خلک له ډېرو سختیو سره مخامخ دي.
پرون کندوز ښار په نسبي ډول ارام و او یوازې یې په څو ځانګړو سیمو کې نښتې وشوې.