نېټه: ۱۳۹۵ـ۷ـ۱۳
چې پرې وياړم دغه درې راباندې ګران دي
سپېڅلتيا، دويم لوستل، دريم ليکل دي
د تلې میاشتې ۱۳مه نېټه د ښوونکي د مقام ورځې ته ځانګړې شوې ده،  په نړۍ کې د هر فن او هنر پنځوونکی ښوونکی دی، ښوونکي دي، چې نسلونه له تيارو څخه د رڼا په لور رهبري کوي او د علم په هنر يې سمبالوي.
که څه هم نن په ګران هيواد کې د ښوونکو د ورځې نوم يادېږي او په دې ورځ د پوهنې وزارت، د ولايتونو اړوند د پوهنې رياستونه او د پوهنې امريتونه د همدې ورځې لپاره ځانګړې خپرونې جوړوي، پر همدې ورځ د ښوونکي له سپېڅلو خدمتونو او چوپړونو يادونه کېږي، زده کوونکي ښوونکو ته د ګلونو  ډالۍ وروړي.
په تېرو څو کلونو کې د ښوونکو د استوګنځايونو د ورکړې لپاره مېنې ځانګړې شوې، تر څو ښوونکي په ډاډه زړه د هيواد راتلونکی وروزي، خو په خواشينۍ سره چې په ډېرو ولايتونو کې د ښوونکو ښارګوټي غصب شوي  او زورواکو  پرې خېټې اچولې دي.
هيله مند يوو، چې د هيواد جمهور ريس به  د ښوونکو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړي، د هغوی په میاشتنۍ تنخوا کې به زیاتوالی راولي،  تر کومه  چې  د ښوونکو ستړي ژوند ته ځانګړی پام ونه شي، تر هغو له هيواد څخه  د بدمرغیو او ستونزو لمن ټولول ناممکن دي.  
ښوونکی چې هره ورځ د هيواد بچيان روزي، هره شېبه  يې د لمانځنې وړ ده، ښوونکي په ډېرو ستونزو او کړاو سره په ښوونځيو او مکاتبو  کې د هر فن او هنر نيالګي کېنولي دي.
د   هيواد جمهور ريس او پوهنې له وزارت څخه  مو هيله ده، چې که غواړئ د پوهنې بنسټونه ځواکمن کړئ، نو د ښوونکو ژوند ته  ځانګړی پام وکړئ، په راډيويي او تلويزيوني خپرونو کې دې د  ښوونکي  د مقام او لمانځنې لپاره ځاانګړې خپرونې جوړې او ښارګوټي يې  باید د غاصبینو او  زورواکو له منګولو څخه وژغورل شي.
په درنښت کليوال ملګري ټولنه/ غزني
افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *