تاند- اروپايي اتحادیه او افغانستان د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې له اروپا څخه د بېرته ستنول کېدونکو افغانانو لپاره ځانګړی ترمینل جوړوي.

د اي یو ابزرور (euobserver) د راپور له مخې دا پلان د هغې موافقې یوه برخه ده چې پر اساس یې د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کې رد شوي افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته بېرته لېږل کېږي.

د رد شویو افغانانو د بېرته ستنولو په اړه د افغانستان او اروپايي اتحادیې ترمنځ دا موافقه د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ /اکتوبر۳/ افشا شوه.

اروپايي اتحادیې د افغانستان حکومت ته ویلي چې که په دې برخه کې موافقه ورسره ونه کړي دغه هیواد به د اروپايي اتحادیې د غړیو هیوادونو له ملیاردونو ډالره مرستې بې برخې شي.

د موافقې له مخې به رد شوي افغانان ژر بېرته افغانستان ته لېږل کېږي او رد شوي کسان به له دې سره سره چې په خپل هیواد کې یې امنیت نشته، محکمې ته د شکایت قانوني حق نه لري.

اروپايي اتحادیه به د ټولو بېرته لېږل کېدونکو افغانانو ټول مصرف ورکوي او دغه راز به یو کمپاین پیلوي چې په لړ کې به یې افغانانو ته ویل کېږي چې نور اروپا ته لاړ نه شي.

اي یو ابزرور وايي، داسي ښکاري چې دا موافقه د اروپايي شورا له داخلي سند سره په ټکر کې وي، په دغه سند کې د اروپايي اتحادیې غړیو دولتونو د سږکال په لومړیو کې وویل چې د افغانستان امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی.

په سند کې راغلي«په افغانستان کې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت او دغه راز په پاکستان او ایران کې پر افغانانو د فشار له کبله په اروپا کې پر افغان پناه غوښتونکو فشار د هغوی ژوند ته د لوی خطر سبب کېدای شي.»

خو له دې سره سره د اروپايي اتحادیې غړي هیوادونه غواړي چې هر څومره ډېر افغانان چې کېدای شي، بېرته خپل هیواد ته واستوي.

د موافقې پر اساس په شپږو میاشتو کې په هره چارتر الوتکه کې د ۵۰ تنو د لېږلو یادونه شوې ده.

دا هم ویل شوي چې که په غلطه څوک واستول شو، بېرته به اروپا ته لېږل کېږي.

همداراز ویل شوي چې که د افغانستان حکومت ته ثابته شې چې دغه هیواد ته ستنول شوی کس افغان نه دی، بېرته به اروپا ته لېږل کېږي.

تېر کال له سوریه والو وروسته اروپا ته تر ټولو زیات افغانان ورغلي وو.

په جینیوا کې د آی او ایم یا د مهاجرت د نړیوالې ادارې د ارقامو پر اساس سږ کال اروپا ته (۷۸۵۷۲) سوریه والو، (۴۰۷۹۱) افغانانو او (۲۵۰۹۲) عراقیانو پناه وړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *