تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وايي، د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار سره د افغانستان د حکومت د سولې موافقه له طالبانو سره د افغان دولت د موافقې لپاره ښه ماډل کېدای شي.

له بروکسل څخه د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور پر اساس، ښاغلي کیري وویل، له ګلبدین حکمتیار سره د افغانستان د حکومت په موافقه کې، چې تېره اوونۍ لاسلیک شوه، د نوموړي له قوماندانانو غواړي چې جګړه بس کړي، له تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کړي او د ښځو او اقلیتونو د حقونو په شمول د افغانستان اساسي قانون ومني.

د افغانستان د حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې موافقه، چې د سپټمبر په ۲۹مه نېټه ولسمشر غني او حکمتیار لاسلیک کړه، له ۲۰۰۱ م کال را په دې خوا په افغانستان کې د دولت له یوې وسله والې مخالفې ډلې سره د سولې لومړنۍ موافقه ده.

دې موافقې ډېر افغانان هیله من کړي چې بالاخره به طالبان هم یوه ورځ سوله وکړي او د چارو شنونکي وايي چې ممکن دا موافقه طالبانو ته هم د افغانستان د حکومت د سولې هڅې جدي او حقیقي ښکاره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *