د پرانیستې په مراسمو کې د پکتيا پر مرستيال والي عبدالولي سهي سربېره د ادارو رئيسانو ، د ولايتي شورا غړو ، قومي مشرانو او مدني فعالانو ګډون کړی و.

دپکتيا مرستيال والي وویل د سرې میاشتې نوې ودانۍ د هېوادوالو په مالي مرسته د ۶ میليونه او ۸ سوه زره افغانيو په لګښت د یوه کال په موده کې جوړه شوې ده.

نوموړي زياته کړه یاده ودانۍ په دوو پوړونو کې چې نهه کاري خونې ، د غونډو تالار او نهه بابه تشنابونه لري ، په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.

مرستيال والي خوښي وښوده چې د ولسمشر له غوښتنې سره سم د پکتيا ولسونه په خيريه او رغنيزو چارو کې برخه اخلي، هغه له خلکو وغوښتل چې د سرې میاشتې ټولنې سره نورې مرستې هم وکړي.

د سرې میاشتې ټولنې مشر بهادر خان منګل وویل د ودانۍ د نشتون له امله د دوی کارونه له ستونزو سره مخ ول ، چې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به يې ډېری ستونزې راکمې شي.

نوموړي زياته کړه چې سره میاشت به خپلو رضاکارانو او بېوزله خلکو ته په دې ودانۍ کې ښوونيز او روزنيز پروګرامونه برابر کړي چې دا چاره به د خلکو د پوهې په لوړېدا کې مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *