تاند- په جرمني کې ساینسپوهانو ویلي چې د انترنیټ سرعت به د نوري فایبر له لارې په متوسط ډول په ثانیه کې یو تیرابایټ ته ورسوي.

د ساینس الرټ د راپور له مخې، د مونشن د تخنیک پوهنتون، د نوکیا بل د لابراتوارونو او د دویچې تلې کام ټي څېړونکي بریالي شوي چې په نوري فایبر کې د معلوماتو یا داتا د مخابره کولو سرعت په ثانیه کې ۲ تیرابایټ ته ورسوي.

دا خبر د جرمني د دورسلدروف د ۲۰۱۶ کال د نوري مخابراتو په اروپايي کنفرانس کې تېره اوونۍ اعلان شو.

تر دې یوه اوونۍ مخکې (AT&T) کمپنۍ اعلان وکړ چې د انترنیټ د خورا تېزولو لپاره یې یوې نوې شېوې ته انکشاف ورکړی دی.

په دې شېوه کې د برېښنا د ستنو او ځانګړو رېلې ګانو په وسیله چټک ګېګابایټي انترنیټ  بېلابېلو سیمو ته په بې سیم یا وایرلیس ډوله لېږلی کېدای شي.

دا نوې پروژه، چې (AirGig) نومېږي، حاضردمه د ازمېښت په پړاو کې ده او (AT&T) کمپنۍ تراوسه پوري د دې پروژې د پیلولو دقیقه نېټه لا اعلان کړې نه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *