(تله -۱۴) نن ورځ د یادې خونې د ګټې اخستنې په مراسمو کې د لوګر والي محمد حلیم فدایي،قومي مشرانو، د عامې روغتیا سرپرست ګل الرحمن شاهي او ډاکترانو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا سرپرست په وینا د نایب امین الله خان ولایتي روغتون کې د نوې زیږیدلو ماشومانو خونه چې نړۍ د صحي سازمان همکاری فنډ(سارک) له خوا د ۵۷۹۲۰۶۱ افغانۍ په قیمت سره په یوه کال کې جوړه شوه، چې د دې خونې ودانۍ څلور اطاقونه اود ناستې لپاره دهلیز لري او د دې سربیره په یاده ودانۍ کې د نوي طبي عصرسره مجهز تجهیزاتو باندې سمباله ده.

د شاهي په وینا لدې وړاندې به د وخت څخه مخکې زیږیدونکي ماشومان د ځای او وسایلو د نشتون له کبله کابل ته انتقالیدل چې د دې خونې په جوړیدو سره به ټول مشکلات حل شي.

د لوګر والي وویل چې د دې خوني په جوړیدو سره به د مور او ماشوم په مړینه کې کموالی راشي او د روغتون مسؤل او ډاکټرانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د یادې ودانۍ او د تجهیزاتو په شتون سره د ناروغانو سمه درملنه کوی او هم باید حفظ او مراقبت ته خاصه توجه وکړی ، والي وړاندې وویل د دې روغتون لپاره په تیر یو کال کې د ایمرجنسي(عاجله خونه )چې پخوا موجوده نه وه هم جوړه او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه اوهم یې بسترونه زیات شول.

لوګر والي د لوګر ولس او ډاکټرانو ته ډاډ ورکړ چې د نایب امین الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون په جوړیدو سره د لوګر په صحي برخه کې ټولې ستونزې به حل شي.

دبل خبر له مخې.

د مخابراتو ریاست له خوا د ځوانانولپاره د کمپيوټر او انټرنیټ وړیا کلپ جوړشو.

(تله-۱۴) نن ورځ د مخابراتو ریاست لخوا د انټرنیټ کلپ د پرانستې په مراسمو کې د لوګر والي محمد حلیم فدایي، قومي مشرانو اود مخابراتو رئیس انجینر عبدالرحمن ګډون کړی و.

د مخابراتو رئیس په وینا دغه انټرنیټ کلپ چې مخابراتو ریاست اړوند پوسته خانه کې د لوګر د ځوانانو لپاره د دې ریاست په خپله بودیجه چې یونیم میلون افغانۍ کیږي جوړ شوی او دغه کلپ په پرمتختللي کمپیوټرو سمبال دی او د ۳ ام ابي په سرعت سره انټرنیټ لري او په یو وخت کې د شلو کسانو د ناستې ګنجایش لري او د دې سربیره دوه تجربه ناکه استادان هم موجود دي چې دوی ته د انټرنیټ په برخه کې به ورته زده کړه ورکول کېږي.

د لوګروالي د انټرنیټ کلپ د پرانستې څخه وروسته رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دغه انټرنیټ کلپ چې د مخابراتو ریاست په خپلو امکاناتو جوړ شوی او ځوانان به پکې په وړیا ډول زده کړې کوي، چې له ځوانانو څخه یې غوښتنه وکړه چې رازۍ له دغه فرست څخه استفاده وکړی او له دیني، ساینسي زده کړو ترڅنګ باید له انټرنیت په برخه کې هم معلومات ولرۍ اود دې ترڅنګ یې د مسؤلینو او ځوانانوڅخه غوښتنه وکړه چې د یاد کلپ په حفظ او مراقبت کې باید ډیره پاملرنه وکړی ځکه پروژه راوړل اسان دي مګر د هغې ځان مالک ګڼل مهم دي.

لوګر والي زیاته کړه چې پخوا هم د ځوانانو لپاره د ولایت مقام لخوا د اطلاعاتو کلتور ریاست په چوکاټ کې د لنکن ښوونیز مرکز جوړ کړی چې ځوانانو ته پکې د انټرنیټ د زده کړو سربیره د کمپیوټر زده کړه هم ورکول کیږي.

په پای کې د ولایت والي د مخابراتو رئیس څخه مننه وکړه چې د دې کلپ په فعالولو کې زیاتې هلې ځلې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *