ليکوال محمداکبر حقمل

وړتیا هغه څه ده، چې تاسو بریا ته رسوي، تاسو ته د ريښتيني ژوند خوند در په برخه کوي او تر ټولو غوره راتلونکې درته چمتو کوي. که چېرې تاسو د خپلو کارونو په ترسره کولو کې اړوندې وړتیاوې ونه لرئ په پای کې به بریا رسېدل درته ستونزمن وي او یا ستونزمن څه، چې کېدای شي بریا ته رسېدل مو ناشوني وي. که چېرې د هر کار د ترسره کولو سره اړونده وړتیا ولرئ په حقیقت کې بریا ته رسېدونکي تاسو یاست او تاسو به حتما د بریا خوند څکئ. ځینې وګړي وړتیاوې په ارثي ځانګړنو پورې اړوندوي او ځینې بیا ددې خبرې مخالف غبرګون ښئي او وايي؛ وړتیاوې د هڅو زېږنده ده. که ارواپوهنې ته سر ورښکاره کړو هغه هم په دې اند ده، چې وړتیاوې د هڅو زېږنده ده ځکه ټول هغه کسان کوم، چې بریا ته رسېدلي دي همداسې مفت او وړیا نه دي رسېدلي بریاليتوب ته رسېدنه د دوی د خپلو هڅو پایله ده او پرته له هڅو څخه هېڅ کس نه شي کولای خپلې موخې او بریا ته ځان ورسوي. که چېرې غواړئ د هر کار لپاره بشپړه وړتیا ولرئ تاسو اړ یاست، چې لومړی په اړونده برخه کې هر اړخیز معلومات تر لاسه کړئ او وروسته له هغې باید عملي کار پیل کړئ ترڅو تجربه مو زیاته شي ځکه تجربه ده، چې وړتیاوې زېږوي پرته له تجربې نشئ کولای اړینې وړتیاوې ولرئ. پښتو ژبه هم په دې برخه کې ريښتينې ده ځکه، چې په خپل یوه رواج شوي عبارت کې وایي: تجربه د علم پلار ده. که په کومه برخه کې علم ولرو او تجربه ونه لرو نو په حقیقت کې موږ په هغه برخه کې ريښتيتنې وړتیا نه لرو. د یو کار په ترسره کولو کې پرته له تجربې یواځې علم بسنه نه کوي او کله، چې په یوه برخه کې تجربه او علم دواړه یو ځای شي نو په پای کې ريښتينې وړتیا زېږوي، چې په وړتیا درلودلو سره بیا موږ کولای شو خپلې هرې موخې، بریا او غوره راتلونکې ته ځان ورسوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *