د تلویزیون رڼا ته یې  پرتوګ داسې ښکاریده، لکه پښې چې پکې نه وي او یو خرڅوړی پروت وي. د معیوبینو پر چوکۍ  یې د تلویزیون لور ته غړۍ لږ رامخکې کړې وه. د کوټې څراغونه مړه و. د فلم له رڼا سره به د ده مخ هم کله وځلیده او کله چې به په فلم کې تیاره شوه د ده مخ به هم تیاره شو.

سترګې یې رډې رډې راوختلې. په فلم کې ساتونکو له برجه پر هغه ځای څراغ واچاوه چې هلته بندي سمڅه ایستلې وه او غوښتل یې چې له زندانه وتښتي، خو رڼا له دې ځایه لرې شوه او بندي منډې کړې.

د ګوزڼ وهلې شونډې ویړې شوې. بندي د زندان له شا له یوې ویالې سر راپورته کړ. د زندان جامې یې ایسته واچولې او ورسره رااخیستي کالي یې ژر ژر په تن کړل.

چې څرنګه یې ټکسي ته لاس ونیو. په زندان کې د خطر زنګ وشرنګیده. د ټکسي چلوونکي زنداني ته په هنداره کې وکتل. ده شاوخوا سترګې غړولې. موټروان یو ځل بیا د ادرس پوښتنه ترې وکړه. زنداني ځواب ورنه کړ، هغه بیا پوښتنه وکړه:

-د پارک شاته تاو شم؟

-هو هو همدا همدا

– په زندان کې زنګ د څه و؟

-زه څه خبر یم زما یې پرې څه

موټروان د پولیسو له موټر سره څنګ ته بریک وواهه. زنداني منډه کړه، پولیس ډز پرې وکړ. د ده پښه زخمي شوه.

ګوزڼ وهلي تلویزیون مړ کړ. پر سترګو یې تپه تیاره شوه، خو ژر یې بیرته سترګې له تیارې سره روږدې شوې. ریموټ یې تلویزیون ته ونیو چې سي ډي بیا چالانه کړي خو زړه یې ونه کړ.

په دالان( دهلیز) کې غږ شو:

« وئ څرنګه تیاره ده»

میرمن یې راغله، څراغ یې ولګاوه:

– ولې په تیاره کې ناست یې

-څرنګه ژر راورسیدې

-په ټکسي کې راغلم

-اوف ټکسي مردار

میرمنې یې شونډې بوڅې کړې. سړي ریموټ پر کوچ واچاوه او د چوکۍ ټیرونه یې د تیاره دالان لور ته ټیله کړل.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *