تاند- پاناسونیک کمپنۍ، چې پخوا یې لا د شیشې په شان د روڼ تلویزیون ابتدايي بېلګه نندارې ته وړاندې کړې وه، اوس بریالی شوی چې په خورا لوړ کیفیت دا ډول تلویزیون جوړ کړی دی.
د دغه تلویزیون تصویر حتي په داسي حال کې چې شاته یې د تېز لمر وړانګې هم وي، سم ښکاري. که یې تصویر ور تیاره کړئ، سکرین یې بیا هم دومره واضح او روښانه دی چې تقریباً له عامو تلویزیونونو سره یې توپیر نه شي کېدای. خو چې ګول شي بیا به د عادي شیشې په شان د تلویزیون شاته شیان درته ښکاري.
د پاناسونیک کمپنۍ وايي چې د دغه تلویزیون د کیفیت د لا لوړولو لپاره لا څو کاله کار ته اړتیا ده.
تلویزیون تر لګولو وړاندې
له لګولو وروسته