تاند- د لندن د ساوتبیز (Sotheby’s) د لیلامونو موسسې وویل، هغه انځور چې د نامتو هالنډي انځورګر فرانس هالس په نوم په نژدې اته نیم ملیون پونډه پلورل شوی و، جعلی دی.
ساوتبیز وویل چې د دغه انځور، چې «ناپېژندوی سړی» (An Unknown Man) نومېږي، لابراتواري معاینې وښوده چې جعلي دی.
د دې انځور په اړه څېړنه وروسته له دې پیل شوه چې وویل شول د هغې پلورونکی تښتېدلی دی.
د دې موسسې څېړونکو ویلي، کوم مواد چې د دغه انځور په پنځولو کې کارول شوي، مدرن دي او هیڅ امکان نه لري چې دا تابلو دې په اوولسمه پېړۍ کې کښل شوې وي.
ساوتبیز همداراز ویلي چې د انځور اصلي خاوند حاضر شوی چې بېرته پېرودونکي ته د هغه ۸ ملیونه او ۵ لکه پونډه (۱۰،۸ ملیون ډالر) ورکړي.
دا اثر، چې ګومان کېده د هالنډي انځورګر فرانس هالس (Frans Hals) وي، په ۲۰۱۱ م کال وپلورل شو.