درې ــ څلور کاله وړاندې یوې شاعرې خور راته تلیفون وکړ، په خورا جدیت او جرئت يې خبرې پیل او سمدستي يې راته د شکایتونو او ګیلو کتاب پرانیست، ويل: ” څومره چې  افغان ښځې په ټولنه کې د سرناخلاصو له لاسه ځوریږي تعیلم او نورو حقونو ته يې پام نه کوي همدومره د ټولنې د سرخلاصه اولوستې قشر څخه کړیږي، ويل : نه مو مشاعرو کې د ګډون وخت راکوي نه مرسته راسره کوی چې موږ ادبي، اجتماعي او مدنې ټولنې جوړي کړو نه مو هم پر لیکنو نظر ورکوي او…”نیوکې يې پرځای وې،  که څه هم هڅه مې  وکړه چې قناعت کوونکی ځواب ورته ووایم، خو قانع نه سوه ژمنه او هوډ مې وکړ چې له دې وروسته به حدالوس د نارینه نومیالیو تر څنګ ، د ژوندیو مخکښو او زیارکښو مېرمنو د حقه او سپېڅلې ږغ او پیغام په پورته کولو کې له مرستې سپما ونه کړم، د ژمنې سره سم مې د څو تنو خویندو پر ادبي هڅو او شاعرۍ نظرونه ورکړي.

دوې اونۍ مخکې مې کابل کې دافغانستان د ځوانانو رئیس ښاغلي اغامحمد قریشي صاحب  لوړو زده کړو وزارت  ته  یوه کار دمرستې په موخه بوت. زما تصمیم دا و چې د لوړو زده کړو له وزیرې سره وګورم خو قریشي صاحب ټینګار وکړ چې کار مې له وزیرې مخکې کوم بل څوک هم راته کولای سي، د وزارت دهلیز کې مخامخ د مشاوریت دوازې ته درېدو، ور مو ور خلاص کړ د مېز شاته یوې پښتنې خور راته په اخلاص ښه راغلاست ووایه ، هرکلی یې دومره دروند، خوږ او عاطفي و لکه له سهاره چې زموږ د ورتلو په انتظار کې وه ، مېز د پاسه ورته پر ښکلې ټوټه تخته  (صبرۍ اندړ) ليکلي وه، په لوړو زده کړو سمباله، د لوړو زده کړو وزارت حقوقې مشاوره او دافغانستان د ځوانانو د پارلمان غړیتوب ویاړ يې په برخه و . په خواشینۍ سره چې د فلج ناورین ځپلې او ویلچیړ ــ بایسکل کې وه.په لنډو څو شېبو کې يې په خورا شهامت او اخلاص زموږ ستونزه حل او کار راته وکړ.د یو ګیلاس چای څښلو په ترڅ کې  تر لسو پورې نور کسان هم دفتر ته راغلل او دهریوه يې ځانګړی هر کلی وکړ او بې له ځنډه يې اخلاصانه کار ورته کاوه.

له دې ورسته مې یو ــ دوه ځلې نور هم ورسره وليدل د دې افغانې پښتنې خور اوچتې روحیې ،لوی شهامت ، مېړانې ، غښتلتیا او د ایمان په رڼا کې دخلکو خدمت، لوی حوصلې حیران او تعجب کړم. د ښځینه او نارینه وو سره داغلې اندړ خور نه ستړې کېدونکې مرستې او تر څنګ يې دښځو پر وړاندي منفي اجتماعي عکس العملونو دا څرګنده کړه چې افغان مېرمنې حقیقت کې هم په نیمګړې ټولنه کې ژوند کوي، خو بیا هم د دې ناخوالو سره مبارزه د راسخ ایمان غوښتنه ده. اغلې صبرۍ د څواړخیزه شخصیت لرونکې ده: لوړ زغم او حوصله ، په لوړو حقوقي زده کړو سمباله ، دحقوقي دفاع لپاره فصاحت او بلاغت لرونکې ژبه ، د ایمان په رڼا کې دخپلو چارو سرته رسول ، پر نفس اعتماد ، پیاوړې حیا او سپېڅلتیا ، د معلولیت کمی نه احساس کول ، هو ! صبرۍ په نیم وجود خو بشپړ هوډ د ښځو له نیمې نړۍ څخه دفاع ، څارنه او ساتنه کوي.

زموږ ټولنه کې هسې هم ښځه محرومه او محکومه ده ، خو کله چې بیا ورباندې د معلولیت ټکی څرګند وي ، نور يې هم ټولنه  پر وړاندې بې تفاوته وي ، حتی خپله کورنۍ يې هم په کار نه لري. تر دې چې ښځه نوره هم منزوي او له حقه حقونو بې برخي وي. دود دادی چې ښځینه باید دخپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاره خپله لاس په کار سي ، صبرۍ خور همدا تګلاره خپله کړې ده او دناوړه کلتور دانحصار په وړاندې هر لحظه مبارزه کوي، یو حقیقت دا دی چې یوویشتمه پېړۍ د افغان ښځو لپاره یوازې یو ریاضیکي عدد دی ، دعلم ، تمدن او پر مختګ په لحاظ په لویه کچه ۱۷ ــ ۱۸ پېړۍ کې ژوند کوي، هو ! دا حالت بدلون غواړي او د دې بدلون لپاره صبرۍ خور په څېر سپېڅلو افغانو پښتنو مېرمنو ته ټینګه اړتیا سته، تر څو ښځینه ذات شرایط د ځانونو په مشروع ګټه تغیر کړي. بل دا چې افغان ټولنه کې له پېړیو ــ پېړیو  دنارینه او ښځینه تر منځ ژوره کلتوري جګړه روانه ده ټولنیز اذیت او تکلیف ژورې ریښې ځغلولې، نارینه دښځو له پرمختګه وېره لري وایی مبادا پرې واکمنه نه سي. خو اسلام ښځې ته دومره ویاړونه او امتیازات ورکړي چې د نړۍ یوه دین او ایین کې يې ساری نه لیدل کیږي، اوس هم پر یو بل د ناسالم تفوق او غوراوي ، حقارت او بدبینۍ شتون دښځینه نسل  د ژوند تقدس او ښکلا له منځه وړې، دښځو د پرمختګ په وړاندي ټولنیز منفي اوهام او خرافات ، بلعکس او برعکس پېچلي حالت د افغان ــ پښتنو ښځو فکر سوځلی دی ، دځان په هکله يې د ښه ژوند د تصمیم نیولو قدرت له منځه وړی او ذهن يې ور کوټه کړی دی . بل خوا پر دې عالمانه وینا هم سترګې نه پټیږې چې: ” د ظالم د پیدا کېدو او ظلم دبقا یو لوی لامل د مظلومانو چوپتیا ده . ظالم دظلم تخم کري ، بې تفاوته اوبه ورکوي او مظلوم يې رېبي . ” دا دی د صبرۍ اندړ په څېر سرښندونکې، نه ماتېدونکې اوسپنیز هوډ لرونکې مېرمنې په خپلو بې ساري هڅو او ستونزو منلو سره افغان ښځو ته هره لحظه د مقاومت او مبارزې درس ورکوي دې لاره کې يې تر ننه شکست او نا امیدي نه ده منلې لابه یې نه مني، صبرۍ لګیا ده مېرمني په خپلو شرعي او قانوني حقونو پوه کوي او دناوړه کلتوري ښکېلاک له ځینځیرنو يې ازادوي ، د اغلي اندړ روښانه راتلونکی په مخکي دی شک نسته چې یوخت به دبریالیتوب لوړو پوړیو ته رسیږي ، عمر يې اوږد خوشحالي يې په برخه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *