تاند- د کولمبیا ولسمشر خوان مانویل سانتوس Juan Manuel Santos د ۲۰۱۶ د نوبل د سولې جایزه وګټله.
د ناروې د نوبل د کمیټې مشرې کاسي کولمن فایف نن /جمعه/ په پلازمېنه اوسلو کې وویل، سانتوس ته دا جایزه د سولې د هغې موافقې لپاره ورکړل شوې چې له فارک وسله والې ډلې سره یې وکړه.
د ده له لوري له فارک وسله والو سره د ۵۰ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې موافقه څو ورځې وروسته په ټولپوښتنه کې د خلکو له لوري رد شوه.
ښاغلي سانتوس د سولې لپاره ۴ کاله هلې ځلې وکړې څو د فارک چریکان سولې ته غاړه کښېږدي.
ولسمشر سانتوس وویل د دې جایزې په ګټلو خورا زیات خوښ دی او زیاته یې کړه چې دا جایزه به د کولمبیا د خلکو په نوم ومني.
سانتوس له فارک سره سوله په داسې حال کې وکړه چې د دې کار لپاره په ملي نظرپوښتنه کې یې په لږ توپیر مخالفت هم وشو.
فارک FARC ډلې له تیرو دوه پنځوس کلونو راهیسې د کولمبیا د حکومت پرضد وسله واله جګړه کوله. په دې جګړو کې د کولمبیا لږترلږه دوه لکه او شل زره وګړي مړه او میلیونه بیځایه شول.
تېر کال د نوبل د سولې جایزه ملالۍ یوسفزۍ ګټلې وه.