تاند – د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په یمن کې د فاتحې په سالون د توغندیو برید کړی چې ګڼ شمېر خلک یې وژلي او ټپیان کړي دي.‌

د بي بي سی نړیوال سروېس وایي چې په دغه حمله کې 140 کسان وژل شوي او  225 کسان نور ټپیان دي.

د برتانیا ګارډین ورځپاڼه وایي چې په حمله کې د نژدې ۱۰۰ ټپي شویو کسانو ټپونه مرګوني دي او وېره شته چې د مړو شمېر زیات شي.‌

د یاد ایتلاف سرچینو له رویټرز خبري ادارې سره په خبرو کې دا نه ده منلې چې حمله دوی کړې ده.‌

   په همدې حال کې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند نید پرایس په یوه خبرپاڼه کې پرون اعلان وکړ چې له سعودي عربستان سره د امریکا د متحدو ایالتونو عملیات سپین چک نه دی.

ده همداراز ویلي«د دې او د نورو ووروستیو پېښو په رڼا کې، موږ د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلاف پر ملاتړ، چې له وړاندې څخه مو کم کړی دی، فوري بیاکتنه پیل کړې ده.»

د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي چې ۳۰۰ خلتې وینه یې تیاره کړې ده خو یوه عیني شاهد بي بی سي ته ویلي چې د فاتحې د ویجاړ سالون مخې ته د انسانانو د بدن غړي خواره واره پراته ول او دا چې د ټپیان لپاره کافي اندازه وینه موجوده نه وه.‌

ویل کیږي چې یاده حمله په هغه سالون شوې وه چې د یمن د کورنیو چارو د وزیر، چې د حوثي یاغیانو پلوي دی، د پلار فاتحه په کې روانه وه او سلګونه خلک د فاتحې لپاره ورغلي ول.

ویل کیږي چې سعودي عربستان په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې د امریکا متحده ایالاتو څخه د خواوشا اتیا میلیارد ډالرو وسلې او تجهیزات واخیستل چې ظاهرا د ایران د ګواښ د مخنیوي لپاره ښودل کېدل، خ چې ایران خاوره واېسته،‌ سعودي د ۹ عرب هېوادونو ایتلاف جوړ کړ او په ۲۰۱۵ کال کې یې د یمن د کورنیو شخړو د نتایجو د کنټرولولو لپاره په یمن د توغندیو بریدونه پیل کړل.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *